لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:سوله به کیږي خو دامنیتي اؤ دفاعي ځواکونو په راتلونکي به هیڅ معامله نه کیږي


دافغانستان ولسمشر اشرف غني دهیواد امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو ته باور ورکړی دی چې افغانستان کې سوله کیږي خو د امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو په راتلونکي به هیڅ‌ رقم معامله نه کیږي.

دافغانستان دملي دفاع وزارت کې د امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو سره په لیدنه کې ولسمشر اشرف غني ویلي افغانستان کې کېدونکې سوله شرطونه لري،خو دسولې دخبرو دپاره هیڅ قید اؤ شرط نشته.

هغه وویل د افغانستان حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونه د نړۍ اساسي او قانوني شریکان او دافغان ولس رسمي او مشروع استازي دي اؤ هغه تړون چې په کې د افغانستان هویت او ملي اقتدار خوندي نه وي، د منلو وړ نه نه دی.

ولسمشر واضحه کړه چې موږ امریکا او ناټو سره کوم نوی تړون نه لاسلیکوو، له امریکا، ناټو او د نړۍ ټولو هیوادونو سره مو ټول قراردادونه او ستراتېژیک تړونونه پر خپل ځای دي

هغه وویلدهیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیر او روزنې لپاره به واضح بین المللي تعهد وجود ولري او د مشترکو منافعو خبره ده او د افغانستان او نړۍ د شریکو ګټو پر بنست به مخته ځو

ولسمشر غني په امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو غږ وکړو” چې تاسې په عزت او مېړانه خپل کار ته چې له دې خاورې دفاع ده، دوام ورکړئ ځکه تاسې د دې خاورې ساتونکي یاست او پر تاسې به لا زیاته پانګونه کېږي

دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ تیره اوونۍ قطر کې دسولې دخبرو اتم پړاؤ سرته رسیدلی اؤ دواړه خواوې دعوې کوي چې په دې خبرو کې یې دسولې یوې غوڅې موافقې ته رسیدلو کې ګڼ پرمختګونه کړي اؤ نزدې ده چې دواړه خواوې به زر د سولې په تړون لاسلیک وکړي.

خو دسولې په کوم تړون چې به امریکا اؤ طالبان صلاح کیږي تر اوسه دهغې جذئیات یو لوري هم نه دي روښانه کړي اؤ نه دا واضحه ده چې طالبان که دسولې ددې تړون په نتیجه کې اقتدار کې شریکیږي نو هغوئ به دافغانستان موجوده دفاعي اؤ امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلانوي که نه په دفاعي نظام کې به داصلاحاتو غوښتنه کوي؟

څېړونکي وایي دا هم ممکنه ده چې که طالبان اقتدار ته رسیږي یا اقتدار کې شراکت ته لار پیدا کوي نو هغوئ به ارو مرو د خپلو زرګونو جنګیالو پوځ اؤ پولیس ته دننویستلو غوښتنه کوي.

په موجوده وخت کې طالبانو د امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو په ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړی اؤ اؤ تر دې مهاله یې ګڼ شمیر افغان عسکر په بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونوو کې وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG