لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان سفیر:پاکستان افغان پولې نه خپل ځواکونه دهند پولې ته لیږلی شي


امریکا کې دپاکستان سفیر اسد مجید ویلي که دهند اؤ پاکستان ترمینځ په لائن اف کنټرول تاؤ تریخوالی زیات شي نو پاکستان په دغه صورت کې افغانستان سره دلګیدلې خپلې لویدیزې پولې څخه خپل ځواکونه هند سره په لګیدلې ختیزه پوله ګمارلی شي.

امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټائمز سره مرکه کې پاکستاني سفیر ویلي کشمیر اؤ افغانستان دوه بیلابیلې معاملې دي اؤ اؤ ددې یو بل سره د تړلو هڅه نه ده روانه .

خو تر دې وړاندې دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ګوندونو مشر شهباز شریف ویلي غوښتنه کړې وه چې افغانستان کې دسولې په بدل پاکستان باید امریکا څخه دکشمیر د وضعیت ښه کولو غوښتنه وکړي.

هند په دې وروستیو کې دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی چې په دې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړېکې سختې تاؤژنې شوي دي.

دامریکا غږ اردو څانګه وایي دپاکستان دسفیر لخوا دافغان پولې نه دخپلو ځواکونو هند سره په لګیدلې پوله دګمارلو دبیان وروسته اندېښنه ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړېکې نورې هم تاؤژنې شي .

دپاکستان پام دخپلې لویدیزې پولې لوري ته په داسې حال کې کمیدی شي چې افغانستان کې د سولې خبرې یو مهم پړاؤ ته ننوتلي دي.

دپاکستان سفیر پخپله دې مرکه کې هیله ښودلې چې دامریکا اؤ طالبانو خبرې به بریالۍ کیږي اؤ پاکستان په دې لړ کې خپل هر هغه کردار ترسره کوي چې له وسه یې دی.

سفیر اسد مجید ویلي” د ختیزې پولې په لانجمن کشمیر کې دهند له لوري په داسې وخت کې پاروونکي ګامونه اخستل کیږي چې مونږ پخپله لویدیزه پوله بوخت یو، اؤ که چرې په ختیزه پوله وضعیت تاوژن کیږي نو پاکستان ته به بیا خپل ځواکونه دافغان پولې نه ختیزې پولې ته لیږل وي”

هغه اندېښنه ښکاره کړې ده چې دهند اؤ پاکستان ترمینځ کړکیچ نور هم سیوا کیدلی شي اؤ ویلي یې دي اسلام اباد کې دامهال ټول فکرونه د د ختیزې پولې څخه تاویږي.

په پاکستان کې د دفاعي چارو څېړونکی طلعت مسعود وایي پاکستان به له خپله انده بشپړه هڅه وکړي چې د لویدېزې پولې نه خپل پوځيان لرې نه کړي .

هغه ویلي افغانستان کې دامن د ټینګښت دپاره چې پاکستان کوم رول لوبولی دا به ترهغې دوامداره وساتي ترڅو چې افغانستان کې په بشپړ ډول امن نه وي ټينګ شوی.

امریکا غږ اردو څانګې ته طلعت مسعود ویلي که چرې دهند اؤ پاکستان اړېکې نورې تاوژنې کیږي اؤ په لائن اف کنټرول وضعیت نور هم خرابیږي نو بیا ښایي پاکستان هم خپله تګلاره بدله کړي اؤ افغانستان سره په لګیدلې پوله دخپلو ځواکونو شمیره راټيټه کړي.

خو هغه دا هم وایي چې افغانستان سره په لګیدلې پوله دپاکستان پوځ کې کمی راوستل په افغانستان اؤ پاکستان دواړو منفي اغیزې کولی شي.

هغه وايي په داسې حال کې به افغانستان نه دپاکستان پام ګرځيږي اؤ دافغانستان په اړوند به دپاکستان دپاکستان د روانو هڅو مخې ته هم خنډان راولاړیږي

XS
SM
MD
LG