لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیرستان خلک پوښتنه کوي "دا څنګه ازادي ده؟"


دپاکستان د ازادۍ ورځ شمالي وزیرستان کې یو شمیر عامو خلکو د تورې ورځې په توګه نمانځلې اؤ تورونه یې لګولي چې هغوئ نه خپلو سیمو کې د ژوند ټول حقونه ترړول شوي دي.

شمالی وزیرستان اوسیدونکی رحیم داوړ دپاکستان دازادۍ دورځې نمانځلو په جریان کې د پينځه کلن اپریشن ضرب عضب پرمهال د خپل وران شوی کور انځورونه په سوشل میډیا خپاره کړي اؤ ویلي یې دي دا د دوئ دکورونو حال دی خو کاش چې د دوئ امنیت هم په ځائ کړل شوی وی.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې هغه وویل تر کډوالۍ وروسته د دسمبر په سخته یخنۍ کې چې د غرونو په سرونو واورې شوې وې دوئ په خپله سیمه کې په خیمه کې ژوند تیرولو ته په دې هیله اړ شول چې هلته به د عملیاتو ورسته امن په ځائ کړل شي او نوره بد امنی به نه وي او نه به هم د بېګناه خلکو وژنې کیږي.

هغه وویل "خو دلږ وخت تیریدو وروسته بیا هدفی وژنې او د وسله والو فعالیتونه زیات شول د شپې په تیاره کې خلک په خپلو کورونو کې د نامعلومه کسانو لخوا وژل کیدل او کله به چې په سیمه کې بده پيښه رامخې ته شوه نو کرفیو به پرځائ کړل شوه او امنتیي سرتیرو به دکرفیو پرمهال په عامو خلکو تشدد کولو او ځورول به یې"

هغه وویل چې کله دوئ دبد امنۍ پرضد احتجاجونه پيل کړل نو په دوئ مقدمې جوړیدل شروع شول.

دپاکستان په قبائیلي سیمو کې یو شمیر خلک په پوځ دبدسلوکۍ تورونه لګوي خو پوځ دریځ لري چې دخپلو سرونو په بدل یې په قبائیلي سیمو کې امن ټينګ کړی اؤ ترهګر یې له دغو سیمو شړلي یا وژلي دي.

رحیم داوړ د محسن داوړ دنزدې ملګرو څخه شمیرل کیږی او د پېښور پوهنتون د پښتون سټوډنټس فیډریشن فعال غړی دی،هغه په ټویټر لیکلي چې "دا څنګه ازادي ده چې پکې ملکی خلک بند ساتل کیږی او وسله وال په خلاص مټ فعالیتونه کوي"

اسماعیل محسود هم دجنوبي وزیرستان د لدها سیمې اوسدونکی دی او هغه هم په سوشل میډیا د لس کلن راه نجات نومی پوځی عملیاتو له عمله د خپل وران شوی کور عکسونه او د ماین چاودنو کې د ژوبلو کسانو عکسونه خپاره کړي دي.

هغه لیکلي "زه خپل کلی کې نشم وسیدلی ځکه د عملیاتو پرمهال په بشپړه ډول ټول کورونه وران کړی شوی او سوځول شوي دي او دمائنونو،د وسله والو د راتلو او بیا د کومې بدې پیښې وروسته د امنیتي سرتیرو لحوا د کرفیو پرمهال د عام خلکو د ځورولو ویره هم ورسره ده"

هغه وایي دا مهال هم د خپل کلي څخه لرې اسلام اباد کې د کرایه په کور کې دکډوالۍ ژوند کوي

عبد الحئ پښتین په ټيوټر لیکلي "زما ټاکل شوي ایم این ای د ترهګرو په توګه اعلان شوی دی اؤ دا په دې معنا دي چې د شمالي او جنوبي وزیرستان وسیدونکي چې دوی ته رایه ورکوي ترهګر او غداران دي"

دهغه په وینا "وخت او شواهدو ثابته کړې وه چې دا ټول نظامي عملیات جعلي ؤ او زما د کلي او مارکیټونو د نظامي کولو ، نیولو او لوټولو لپاره یې درلودل. زه د یو غلام په توګه ساتل شوی یم او ما هیڅ خپلواکۍ ونه نمانځله"

د جنوبی وزیرستان مرکز واڼا سره د درېوؤ کلو میټره په فاصله د زیړې نور سیمې وسیدونکې شازیه وائي د اتم جماعت زدکونکې ده خو دې نه پورته بل سکول نه لري هغې ډیوه ته ویلي په کلې کې یې یوازې یو د جینکو سکول دی هغه هم د یو ملک سکول دی او زده کړې پکې نه ورکول کیږي.

شازیه پوښتنه کوي، دا څنګه ازادي ده چې دوئ ته خپل حق نه ورکړل کیږي اؤ څوک چې خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوی بیا زندانونو ته اچول کیږي.

دواڼا دکړي کوټ اوسیدونکې ننګیالۍ وزیره وایې دوئ ته یې تر اوسه څه ورکړي؟ د زنانه و دپاره په سیمه کې نه سکول شته نه روغتون نه موبایل نه انټرنیټ، زنانه سحر د خوړ نه اوبه راوړی نه بجلی شته او نه نورې کومې اسانتیاوې.

ننګیالۍ وزیره چې خپله یې د واه کینټ نه تعلیمي زده کړې ترلاسه کړي زیاتوي په ټوله سیمه کې د جینکو یوازې یو کالج دی او هغه هم غیر فعال دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG