لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:دمودي دسپېړې ځواب به په سوک ورکوؤ،وخت راغلی چې یو سبق ورته وښایو


دپاکستان وزیراعظم عمران خان دهند وزیراعظم نریندر مودي ته ډاګیر پیغام ورکړی چې مونږ به دمودي دسپیړې ځواب په سوک ورکوؤ اؤ وخت راغلی دی چې هغه ته باید یو سبق وښودل شي.

دپاکستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت وزیراعظم عمران خان نن چهارشنبې په ورځ دپاکستان دواک لاندې کشمیر ته تللی ؤ اؤ دکشمیر دقانون سازې اسمبلۍ ته ته په وینا کې یې ویلي هغه خوښ دی چې د ازادۍ ورځ د خپلو کشمیریانو وروڼو سره یوځائ نمانځي.

هغه وویل دا مهال چې کشمیریان د یو ستر کړکیچ سره مخ دي ،په وړومبي ځل یې د بي جی پي اؤ مودي اصل مخ نړۍ ته ښودلی.

وزیراعظم عمران خان وویل “هند سره د پاکستان دیوې ګټې اړی ګړی نه دی روان بلکې مونږ د یوې نظریې په ضد ولاړ یو اؤ دا ډيره خطرناکه ده. کله ته دیوې نظریې په ضد جګړه کوې نو دا یو بیل شی وي اؤ ددې هواری هم بیل وي”

په دې وروستیو کې دهند لخوا دخپل واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت ختمولو په معامله دپاکستان اؤ هند اړېکې سختې تاؤژنې شوي اؤ وزیراعظم عمران خان له دې وړاندې هم تیره اوونۍ قامي اسمبلۍ ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې دکشمیر پسر دپاکستان اؤ هند ترمینځ دایټمي جګړې خطره شته.

خو دهند دپوځ مشر بپین راوَت د نهې/سې شنبې په ورځ هندي رسنیو ته په خبرو کې ویلي وؤ چې د پاکستان له اړخه د هر ډول چلینج جوابولو ته تیار دی او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د پاکستاني ځواکونو تحرکاتو یا خوځښتونو ته اندیښمن نه دی.

وزیراعظم ښاغلي خان دکشمیر اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي زمونږ په وړاندې یوه بوګنونکې نظریه ولاړه ده چې د ار ایس ایس نظریه ده اؤ مودي د ماشومتوب نه د ار ایس ایس غړي دی.

هغه وویل ار ایس ایس خپله نظریه د هټلر د نازي ګوند څخه اخستې اؤ دا نظریه د مسلمانانو په ضد په کرکه اډاڼه ده.

هغه زیاته کړه مودي چې په کشمیر کې کوم ګام اخستی دا به ورته ډير ګران پرېوځي اؤ اوس کشمیر دیوې نړیوالې شخړې حیثیت خپل کړی اؤ پاکستان به نوره هم دا مسله په نړۍ کې وځلوي.

هغه پخپله وینا کې مودي ته نیغ په نیغه پیغام ورکړو چې “ته ګام راواخله ،دسپېړې ځواب به دې په سوک درکوؤ ،یوازې دپاکستان پوځ نه بلکې ټول قام چمتو دی چې دهند هر رقم تیري ته ځواب ووایي”

دهند وزیراعظم ته دعمران خان له دې ګواښ وړاندې تیره ورځ په امریکه کې دپاکستان سفیر اسد مجید نیویارک ټائمز ورځپاڼې ته پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې که په لائن اف کنټرول دپاکستان اؤ هند کړکیچ نور هم سیوا شو نو بیا پاکستان دافغانستان دپولې څخه خپل پوځ د هند سره لګیدلې پولې ته لیږلی ش

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG