لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تونس کې د ولسمشرۍ یو همجنس باز نوماند له ګواښونو سره مخ دی


واشنګټن: په تونس کې د منیر باتور په نامه د ولسمشرۍ لومړنی همجنس باز کاندید وايي، د مسلمانو توند لارو ډلو لخوا ورته ګواښونه کېږي.

نوموړی د اوږدې مودې راهیسې د بشري حقونو یو وکیل او د تونس د لیبرال ګوند بنسټګر دی.

باتور ویلي، چې دی غواړي په دغه شمالی افریقايي هېواد کې عدالت او مساوات راولي.

"ما ته له کاندیدیدو وروسته یو شمېر ګواښونه شوي، په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو له لیارې."

هغه امریکا غږ ته وړاندې وویل:

"زیاتره دغه ګواښونه د توندلارو کسانو لخوا دی خو هېڅ کومې سیاسي ډلې زما د کاندیدیدو په اړه منفي څه نه دي ویلي."

۴۸ کلن باتور ویلي، د هغه کمپاین بې کارۍ، ښځو ته په مساوي حقونو او ددغه هېواد د مجرمانو قانون ته ځانګړې پاملرنه لري.

په تونس کې د کرمېنل جسټس د ۲۳۰ مادې له مخې همجنس بازي ته جرم ویل شوي او په دې جرم د محکومېدو په صورت کې ورته د درې کاله بند سزا هم ټاکل شوې ده.

باتور په ۲۰۱۱ کال کې د تونس لیبرل ګوند له څرګند پیغام سره چې بشري حقونو ته به کار کوي او د اساسي قانون د یوې محکمې د جوړېدو له لیارې به په دغه هېواد کې اساسي قانون او د هغې ډیموکراټیک اړخونه خوندي ساتي.

ټاکل شوې ده چې په تونس کې به لومړي پارلماني ټاکنې په اکټوبر میاشت کې او بیا به ولسمشریزې ټاکنې په نومبر میاشت کې ترسره شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG