لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا او طالبان په لسو کالو کې د سولې خبرو ته نزدې شوي دي


د ۲۰۱۰ م کال په مني کې امريکايي چارواکي د جرمني په جنوبي ښار ميونخ کې د طالبانو د يو ځوان استازي طيب آغا سره پټ په پټه ليدل کتل وکړل ، طيب آغا د طالبانو د سياسي چارو غړی دی، هغه امريکايې سفارتکارانو ته د افغان جنګ د ختمولو دپاره تګلاره په ډاګه کړه.

د جرمني په مينځګړيتوب ترسره شوې دغه غونډه د افغان شخړې د ختمولو بنيادي غونډه وه.

د صدر اوبامه په انتظاميه کې د طالبانو سره د خبرو اترو دپاره امريکايي استازي جېرېټ بلانک د رېډيو فري يورپ خبريال فرود بېژن ته په ځانګړې مرکه کې ويلي امريکا او طالبان سولې ته ډېر نزدې شوي دي.

"دا لومړی ځل دی چې امريکا او طالبان په يو سياسي جوړ جاړي د زړه نه خبرې کوي".

ښاغلی بلانک وايي د دغې غونډې وروسته بې باورۍ او د افغان حکومت احتجاج او هم د طالبانو دوه مشرانو پرله پسې مړينې دغه خبرې اترې تر ډېره موده د ځنډ ښکار کړې خو اوس نزدې يوه لسيزه وروسته يو وارې بيا داسې ښکاري چې امريکا او طالبان په يوه تاريخي لوظنامه صلاح کېدو ته ډېر نزدې شوي دي چې ورسره به د امريکا د تاريخ تر ټولو اوږد جنګ پاې ته ورسي.

د دغه لوظنامې ترمخه به څه بهرني عسکر له افغانستان نه وځي چې په بدل کې به يې طالبان د دې خبرې ضمانت ورکوي چې په دغه خاوره به بيا ترهګر خپل فعاليتونه نه کوي.

د لوظنامې ترمخه طالبان به د افغان حکومت سره په يو سياسي جوړ جاړي او د يو تل پاتې ډز بندۍ يا اوور بند په سر خبرې اترې کوي.

ښاغلی بلانک چې د کال ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۵ پورې د افغانستان او پاکستان دپاره د خصوصي استازي رچرډ هالبروک صلاح کار هم پاتې دی وايي د کلونو راهسې د امريکا نه دا غلطي کېدله چې طالبان به يې د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته جوړول خو هر ځل به طالبانو د افغان حکومت سره خبرې نه کولې طالبان افغان حکومت يو غېر قانوني حکومت ګڼي او ځکه ورسره خبرې هم نه کوي.

نوموړی وايي د افغانستان دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليل زاد په راتلو د امريکا په پاليسۍ کې هم بدلون راغلی نوموړي د افغان حکومت د احتجاج باوجود په قطر کې د طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې اترې پېل کړې.

د دغو خبرو اترو اتم پړاؤ هم تېره ورځ په قطر کې پاې ته ورسېدلو، چې پکې دواړه ډلو د تکنيکي ستونزو په آواري او د ممکنه تړون د عملي کولو په لارو چارو تفصيلي خبرې وکړې.

د تړون يوه مسوده کې ليکل شوي دي چې امريکا به د طالبانو ۱۳۰۰۰ بنديوان په درېو مياشتو کې خوشي کوي او پکې د طالبانو د پخواني اسلامي امارت په اړه هم اشارې ورکړل شوي چې په کابل کې يې داسې اندېښنې پارولي چې ګنې د افغانستان موجوده جمهوري نظام به ورسره له مينځه لاړ شي.

د رپوټونو ترمخه په دغه مسوده کې د ستمبر په ۲۸مه نېټه د کېدونکي افغان صدارتي انتخاباتو هم ذکر نشته چې اکثره افغانان په دې اندېښمن دي چې کېدی شي انتخابات يا خو د هډو ترسره نه شي او يا د ځنډ ښکار شي.

په افغانستان کې داسې اندېښنې هم خورې دي چې امريکا د افغانستان نه زر تر زره د وتلو په خيال طالبانو سره ډېره نرمي کوي.

ښاغلی بلانک وايي،

" د امن د يو داسې تړون ويره ده چې په افغانستان کې به امن ټېنګ نه کړي".

څيړونکي وايې امريکا له د ۱۳۰۰۰ بندي طالبانو د خوشي کولو په وخت د پوره احتياط نه کار اخستل پکار دي او بله دا چې امريکا په يو تړون کې غوري ده او افغان حکومت د تړون په عملي کولو کې.

(ژباړه، بختور شاه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG