د پاکستان پوځ ويلي په لاين اف کنټرول د هند د پوځيانو په ډزو کې د پرون راهسې څلور پاکستاني سرتيري وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د خپلو درې پوځي سرتېرو د وژنې خبر پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ او د يو بل سپاهي د وژنې خبر نن د جمعې په سهار ورکړی دی.
په ټویټر د پاکستان پوځ ويلي د پاکستان پوځ په لاين اف کنټرول په ځوابي عملياتو کې د هند پينځه عسکر هم وژلي او څو نور ژوبل کړي دي.
هندي رسنيو د خپل پوځ له قوله دغه خبر رد کړی چې په لاين اف کنټرول په ډزو کې پينځه هندي سرتيري وژل شوي دي.
د هند پوځ ويلي په نوګام او کرشنا ګاټي سېکټر باندې د پاکستان پوځ په پوله د اوربند سرغړونه کړې ده او په ځوابي عملياتو کې يې درې پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ نن سهار ويلي د لاين اف کنټرول سره په بټل سېکټر د هندي پوځ په ډزو کې سپاهي محمد شيراز وژل شوی دی.
د پاکستان او هند لخوا په یو بل تورونه لګي چې په پوله د اوربند سرغړونه کوي او دواړه هېوادونه دغه تورونه ردوي.
په لاین اف کنټرول د دواړو هېوادونو د پوځيانو د وژنو او اوربند د سرغړونو خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې هند د روانې مياشتې په سر کې د خپلې ولقې لاندې کشمير خصوصي حيثيت ختم کړی او پاکستان يې غندنه کړې او يو اړخيزه ګام يې ورته ویلي دي.
راپوورنه وايي د هند لخوا د کشمير د خصوصي حيثيت ختمولو وروسته په سيمه کې انټرنېټ او موبايل سروس بند کړی شوی او هند نور پوځي سرتيري علاقې ته لېږلي دي.