لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی یو تن په ډزو وژل شوی


په کراچۍ ښار کې د جنوبي وزيرستان د لدهې تحصيل سره تعلق لرونکی خليل الرحمان په اورنګي ټاؤن علاقه کې نامالومه کس په ډزو وژلی دی.

د اورنګي ټاؤن د پوليس تاڼې مشر اسد الله منګي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې دغه پېښه پرون د زیارت په ورځ رامنځته شوې خو نوموړی وايي دغه پېښه د شخصي دښمنۍ په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل د پېښې مقدمه لا نه ده درج شوې او دوي پلټنې کوي او د پېښې په اړوند به نور جزيات وروسته شريک کړي.

د نثار خان په نوم تن چې ځان د ټرايبل ټايمز اوونيز اخبار کارمند معرفي کوي وايي خلیل محسود د دوي سره په اورنګي ټاؤن علاقه کې خبريال ؤ.

ډیوه سره په خبرو کې نثار وويل په خليل محسود پسې په موټر سايکل یو تن راغلی او ډزې يې پرې کړي دي.

هغه وويل د دوي د مالوماتو ترمخه د هغه د چا سره شخصي دښمني نه وه او څه موده وړاندې يې هغه ته ويلي ؤ چې څوک ورته ګواښونه کوي خو د چا نوم يې ورته نه ؤ ښايلی او نه يې ورته څوک په ګوته کړي وو.

په کراچۍ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځايي مشرانو ويلي د خليل الرحمان محسود تعلق د ياد ګوند سره ؤ او هغه د دوي پخوانی غړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG