لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني ملت ته: جمهوریت غواړئ که طالبان؟


President Ashraf Ghani on Mines in Afghanistan
President Ashraf Ghani on Mines in Afghanistan

دافغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي دافغانستان سوله او پرمختګ له جمهوریت سره تړلی دی،که افغان ولس د جمهوریت انتخاب وکړي سوله او ثبات به یې په مخکې وي او که برعکس دطالبانو غوښتنه وکړي نو دا به دبیرته شا تګ په معنی وي.

ولسمشرمحمد اشرف غني پرون پنجشنبه ارګ کې دخپلواکۍ دسلمې کلیزې دلمانځلو په یوه ځانګړې غونډه کې ملت په وینا کې دافغانستان دخلکو لپاره ښه انتخاب له ولسواکه نظام څخه دملاتړ یادونه وکړه اوپه ټینګار سره یې وویل چې له جمهوریت نظام څخه باید ساتنه وشي.

نوموړي وویل"انتخابات د جمهوریت لپاره دي،جمهوریت غواړئ که طالبان؟که طالبان غواړئ بیرته شا ته ځئ، که جمهوریت غواړئ د جمهوریت په چوکاټ کې سوله راځي"

ولسمشر غني د هیواد پالنې د روحې پیاوړتیا،دهیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره اړینه یاده کړه او په وینا یې په افغانستان کې قوي او پیاوړی دولت هغه وخت رامنځته کیدلی شي چې خلک فکري ،سیاسي او اقتصادي پیاوړتیا ولري.

دا په داسې حال ده چې دافغان سولې په اړه دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت دځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او دطالبانو ترمنځ د قطر په پلازمینې دوحه کې داتم پړاو مذاکرات د لویې اخترپه دویمه ورځ پائ ته رسیدلي اؤ دواړو خواؤ دسولې دا خبرې ګټورې بللې دي.

په عین حال کې دافغانستان اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي ویلي چې امریکا به دافغان سولې په تړاو دوه جلا هوکړه لیکونه له افغان حکومت او طالبانو سره لاس لیک کوي.

نوموړي وویل"دسولې د توافق نامې متن دامریکا او دافغان حکومت ترمنځ تباله شوی او د دې دواړو هیوادونو ترمنځ به لاس لیک کیږي"

ښاغلي رحیمي رسنیو ته ویلي هغه هوکړه لیک چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به پرې لاسلیک کیږي دهغې متن هم افغان حکومت ته سپارل شوی اوپه همغږۍ سره هڅې روانې دي او مونږ امید لرو چې پیل شوې هڅې نتیجه ورکړي"

خو تر دې وړاندې دافغانستان صدارتي ماڼۍ دا دعوې رد کړې وې چې ګنې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دکیدونکي تړون مسوده افغان ولسمشر یا صدارتي ماڼۍ ته سپارل شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG