لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: نوی ډیلی څه وخت هم په اسلام اباد تیری کولی شي،خو ځواب ته چمتو یو


قریشي
قریشي

پاکستان خبرداری ورکړی چې نوی ډيلی څه وخت هم په اسلام اباد تیری کولی شي خو پاکستان دهند ددې ارادې څخه نړیواله ټولنه خبروي اؤ قام په بشپړ ډول اماده دی چې دهند تیري ته ځواب ووایي.

دپاکستان دپوځ د ویاند اؤ دکورنیو چارو د مرکزي وزیر سره په ګډه یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دکشمیر په ستونزه د ملګرو ملتونو دامنیت شورا غونډه دپاکستان ستره لاسته راوړنه ده اؤ هند یې حیران کړی دی.

هغه وویل چې هند د امنیت شورا د غونډې ایسارولو دپاره ډیرې هڅې کړې وې خو اوس لا وخت نه دی چې دهند ددې هڅو جذئیات رسینو ته وښایي.

هغه وویل چې پینځه لسیزې وروسته دملګرو ملتونو دامنیت شورا په فورم دکشمیر ستونزه راپورته کړل شوې اؤ په دې کې دملګرو ملتونو دقرارادادونو ذکر هم شوی دی چې دا یوه ډاډ بخښونکې غونډه وه.

دکشیمر په شخړه دپاکستان اؤ هند ترمینځ په سیوا شوي تاؤ تریخوالي دغور کولو دپاره د ملګرو ملتونو دامنیت شورا د دائمي غړو غونډه تیره ورځ شوې وه چې دچین په وینا په دواړو هیوادونو پکې غږ شوی چې باید د جمو او کشمیر په لانجمنه سیمه کې د یو اړخیزه ګامونو پورته کولو نه دې ډډه وکړي.

د هند لخوا دکشمیر د نیم خپلواکه حیثیت ختمولو وروسته تیره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې شخړه دغور کولو په موخه ملګرو ملتونو ته د امنیت شورا دغونډې رابللو دپاره یو لیک استولی ؤ.

د پاکستان غوښتنو ته ملګرو ملتونو څه ځواب نه دی ویلی چې ایا د کشمیر په شخړه د هندوستان وروستي ګامونو د ملګرو ملتونو د قراردادونو تر مخه ښه دي او که بد؟

په دغه مهال خپلو خبرو کې دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور ویلي هند که دپاکستان په ضد د هر رقم تیري هڅه کړه نو دپاکستان پوځ به ورته د قام په ملاتړ غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

هغه وویل هند کولی شي دپلوامه په څېر یوه بله تش په نامه پېښه رامنځته کړي اؤ بیا دهغې نه په جواز جوړولو دپاکستان په ضد تیری وکړي .

په ۱۴مه فرورۍ دهند په پلوامه سیمه کې په هندي عسکرو یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې په لسګونو عسکر وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي وؤ چې له دغه برید پړه هند دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي شبکه ایي ایس ایي اچولې وه اؤ وروسته یې دپاکستان بالاکوټ سیمه کې بمباري کړې ده.

دیوې پوښنې په ځواب کې پوځي ویاند وویل نن د زمکې د یوې ټوټې خبره نه ده بلکې د انساني حقونو معامله په مخ کې پرته ده اؤ نړۍ باید دې ته کتنه وکړي.

میجر جنرال اصف غفور وویل دپاکستان پوځ پخپله لویدیزه پوله دامن ټېنګښت ته ځیر اؤ ژمن دی خو ختیزې پولې ته پام مدام دپاکستان د پوځ اولیت پاتې شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG