لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان:دخپل مشر د ورور په وژنه به امریکا سره دسولې خبرې نه ختموؤ


طالبانو ویلي هغوئ امریکا سره دسولې خبرو ته بشپړې تیارۍ نیولي اؤ په کوټه کې دطالبانو دتحریک دمشر هېبت الله اخند د ورور د وژنې سره به دسولې دا خبرې نه ختمېږي.

نړیوالې خبري شبکې رائټرز دطالبانو د یو مهم مشر(چې نوم یې نه دی ښودلی) له خولې لیکلي چې” که څوک دا ګڼي چې زمونږ د مشرانو په وژنو سره به مونږ دخپلو موخو څخه را ایسار کړي نو دا سوچ یې عبث دی”

اوړمه ورځ دپاکستان دکوټې ښار ترڅنګ په کچلاک سیمه کې دطالبانو په یوه مدرسه کې بمي چاودنه شوې وه چې پکې دطالبانو دمشر هېبت الله اخند د ورور مولوي احمد الله په ګډون پینځه کسان وژل شوي اؤ تر ۱۵ؤ زیات نور ژوبل شوي وؤ.

سرچینې وایي دا چاودنه دطالبانو په هغه مهم مرکز کې شوې وه چې دهغوئ دکوټې د شورا مشران پکې پاتې کیدل خو ولې پاکستان لا دې دعوؤ ته کوم جواب نه دی ویلی.

تر دې وړاندې پاکستان په پرله پسې ډول خپل هیواد کې دطالب مشرانو د موجودګۍ څخه انکار کړی دی خو دطالبانو زیات د سر مشران په بیلابیلو وختونو کې دپاکستان په خاوره وژل شوي دي.

د طالبانو دې مهم مشر رائټرز ته ویلي امریکا سره په خبرو اترو کې “مونږ خپل مقصد ته نزدې شوي یو”

طالبان په کال ۲۰۰۱ کې د خپلې واکمنۍ راپدیخوا افغانستان کې امریکایي اؤ‌ افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي اؤ وخت په وخت واشنګټن اؤ کابل تورونه لګولي دي چې دوئ دا جګړه داسلام اباد په مرسته کوي خو پاکستان بیا تل دا تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي افغانستان کې دخپلې خوښې هیڅ ځانګړې ډله یا ګوند نه لري اؤ یوازې دامن دپاره کار کوي.

دتیرکال راهسې په قطر کې د امریکا اؤ طالب استازو ترمینځ افغانستان کې دسولې خبرې پیل شوي چې ددې خبرو اته پړاوؤنه سرته رسیدلي اؤ نړیوالې رسنۍ دعوې کوي چې په دې خبرو کې دواړه خواوې دسولې یو غوڅ تړون ته رسیدلي چې زر به پرې لاسلیکونه وکړل شي.

دقطر دمذاکراتو څخه باخبره سرچینې وایي طالبان په امریکا ټینګار کوي چې باید افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش اعلان کړي ولې امریکا غواړي چې په وړومبي پړاؤ کې یوازې دخپلو ځواکونو دشمیرې کمولو اعلان وکړي.

امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ هم ویلي هغه اماده دی چې افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمیره کمه کړي.

امریکا دخپلو پوځیانو د ویستلو په بدل کې له طالبانو غواړي چې دالقاعده په ګډون دټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړېکې وشلوي اؤ افغان دولت سره مخ په مخ خبرو ته د کښېناستلو ترڅنګ اوربند هم اعلان کړي.

خو طالب ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي کله چې امریکا سره دنړیوالو شاهدانو په موجودیت کې دسولې په تړون لاسلیک وکړي بیا به افغان دولت سره خبرو ته کښیني.

د امریکایي ټيلیویزیون سي این این له مخې که دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې تړون لاسلیک کیږي نو له مخې به یې امریکا په افغانستان کې دخپلو ځواکونو شمیره د۱۵۰۰۰ څخه اتوؤ یا نهو زرو ته راټيټه کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG