لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: څو پورې چې په وزیرستان کې عدالت نه وي، د سياسي هلوځلو پرضد مقدمې نه منو


منظور احمد پشتين
منظور احمد پشتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي څو پورې چې په وزيرستان کې عدالتي نظام نه وي په ځای شوی، قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې په پوره ډول نه وي ورګډې کړی شوي د سياسي هلو پرضد مقدمې نه منو.

منظور پشتين وي او ای ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په نوموړي او پي ټي اېم په څو نورو غړو درې ورځې وړاندې د جنوبي وزيرستان د مرکز واڼه په تاڼه کې مقدمه درج شوې وه.

په ياده مقدمه کې ويل شوي چې د منظور پشتين په مشرۍ يوه جلوس چې وروسته ترې جلسه جوړه شوې هغه ورته په وېنا کې د رياستي ادارو او پوځ پرضد نعرې او پي ټي اېم په حق کې نعرې وهلي او خبرې کړي کومې چې د غدارۍ په زمره کې راځي ځکه په هغه او ملګرو يې مقدمه جوړه کړی شوې ده.

منظور پشتين وايي ويل شوي وو چې د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې د ورګډېدو سره به علاقې ته وده ورکړی شي خو دغلته يواځې تاڼې وړل شوي دي.

هغه وويل په سيمه کې چې خلک ټوپکې ګرځوي نښتې کيږي په هغو مقدمې نه کيږي خو چې څوک دغلته د امن خبره کوي په هغو مقدمې جوړول کیږي.

نوموړی په پوځ تورونه لګوي چې خلکو ټوپکې ورکوي.

د پاکستان په پي ټي اېم تورونه لګولي چې د بهرنيو هېوادونو څخه پېسې ورکول کيږي، اود پي ټي اېم په غړو د غدارۍ او د رياست پرضد هلوځلو کې د ککړتيا او ترهګرۍ مقدمې درج کول کيږي.

په منظور پشتين په خپله څو مقدمې درج دي؟

پشتين وايي هغه ته پوره نه دي ياد، خو ملګري يې ورته وايي چې په هغه د ۳۰ نه زياتې مقدمې درج شوي دي.

هغه زياتوي دغه ډول مقدمې به يې هلې ځلې کمې نه کړي او دنيا وليدل چې ملګري يې پرامن دي د تحریک ملګري يې په شا نه شو.

هغه وويل د څو ورځو راهسې په جنوبي وزيرستان کې ګرځي خلک نور تکړه دي او غوښتنه کوي چې د بل لاريون اعلان وکړه.

د علي وزیر او محسن داوړ په ضمانت د خوشي کېدو د خواست رد کولو په غبرګون کې نوموړي وويل دوي د هايکورټ نه هيله لري چې په يوه اوونۍ کې به هغو ته ضمانت ورکړي.

هغه وويل خړ کمر ته ځي او د ۲۶ مې په پېښه کې د وژل کورنيو سره به ويني خو په لار کې ورته خنډان اچول کیږي.

پشتين د غورځنګ د راتلونکې تګلارې په اړوند وويل په ټولو پښتنو سيمو ګرځي او د بل لاريون دپاره تياری کوي او ډېر کم وخت پاتې دی چې دوي فېصله کن ګام پورته کړي.

د حکومت لخوا د دوي سره د روغې جوړې خبرو په اړوند هغه وويل هيڅ پرمختګ پکې نه دی شوی ځکه چې يو لور ته دوي دشمني کوي او بل لور ته د روغې خبرې کوي اول دې دوي اعتماد په ځای کړي.

د کشمير د مسلې په اړه يې وويل د دوي خپل کورونه وران دي د مشکلاتو سره مخ دي ځکه دوي د کشمير مسله پنجاب ته پرېږدي او دا موقع هغوي ته ورکوي چې لاړ شي او فېصله کن عمل وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG