لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف: د افغانستان د جنګ ځالې د ډیورنډ د کرښې پورې غاړې ته دي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د نوم اخستو پرته ويلي د افغانستان د جګړې ريښې او ځالې د ډېورنډ د کرښې پورې غاړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځلو په مناسبت د ازادۍ څلې ته د ګلو ګیډۍ ایښودو ځانګړو مراسمو ته په وېنا کې دغه خبره کړې ده.

ولسمشر وویل "په تیرو کلونو کې د طالبانواو د مختلفو ترهګرو ډلو اکثریت مشران د ډیورنډ کرښې په ختیځو او جنوبي څنډو کې وژل شوي دي زمونږ دا ادعا ثابتوي چې د جنګ منشه او ځالې د ډیورنډ کرښې هغه خوا ته دي".

د افغان ولسمشر دغو څرګندونو ته د پاکستان په سمدستي ډول کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی، خو پاکستان له دې وړاندې دغه ډول تورونه رد کړي او وايي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

اشرف غني وويل د کرښې هغې طرف ولسونه بشرپاله اوسوله غوښتونکي انسانان دي خو په وینا يې دا ولسونه هم جګړې ځپلي او ترهګرۍ قربانیان او یرغمل دي.

نوموړی وايي زه په هغوی غږ کوم چې د هرمیکانزم د لارې دوی کولی شي په سیمه کې د تاوتریخوالي د تولید مرکزونه او ادرسونه اود روزنې مرکزونه په نښه کړي او ټولې نړۍ ته دې ښکاره کړي ترڅو زمونږ د دې برحقې دعوې ټوله نړۍ خبره شي.

د افغانستان ولسمشرد خپلواکۍ د ورځې په مناسبت ولس ته په وینا کې په نړیوالې ټولنې غږ وکړو چې د ترهګرۍ په وحشي کړنواو بشرضد اعمالو خاموشي پای ته ورسوي او د ترهګرۍ مرکزونه تعقیب اود هغوی فعالیتونو د غندلو ترڅنګ د افغان ولس ترڅنګ ودریږي.

ولسمشر وویل "زمونږ جګړه د بشریت له دښمنانو سره ده او دا باید ټولې نړۍ ته واضحه شي چې افغان ولس یوازې له خپل استقلال نه دفاع نه کوي بلکې د ټول بشریت له بقا څخه ساتنه کوي او نړي هیڅ قوت افغان ولس نشي محوه کولی".

اشرف غني د خپلواکۍ دسلمې کلیزې د لمانځلو په تړاو وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد مبارزه جارې ساتلې او له همدې امله افغان ولس د خپلواکۍ ورځ لمانځنه کوي.

نوموړي د طالبانو هغو څرګندونو په اړه چې په خبره یې د خپلواکۍ ورځ سره یې مخالفت ښودلی وویل له عامو افغانانو سره ځان شریک بولم او طالبانو ته وایم که د بهرنیو عسکرو د وتلو په اړه ستاسو ادعا ریښتیا وي نوبیا ولې د خپلواکۍ ورځ ردوی؟.

هغه زیاته کړه "طالبه که افغان یې له مونږ سره د افغان په وینې ننګ وکړه کنه نو بیا له مونږ سره په دې خاوره کې شریک نه یې مونږ منلې یې چې باید دحل سیاسي لارې او سولې ته ورسیږو اما ته باید انتخاب وکړې چې افغان یې او یا که دپردیو دلاس وسیله".

هغه وويل د ولسواکۍ دا خوځښت به دترهګرۍ پرضد په یوه ملي حرکت بدلیږي.

ولسمشرپه افغانستان کې د داعش ډلې د له منځه وړلو په تړاو هم ژمنه وکړه او وې ویل داعش ډله که دافغانستان په هره برخه کې وي د دې ډلې جرړې به اوباسي.

نوموړی وايي له ټول ولس نه غواړم که ستاسو په کور، کلي، ناحیه، ګذراو د کار په چاپیریال او اداره کې د داعش د افکارو عناصر موجود وي افشا او ښکاره یې کړۍ.

ولسمشرغني افغان وګړو ته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل چې د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې د دې خاورې درې رنګه بیرغ تور کړي خو افغان امنیتي ځواکونه به د ملت په ملاتړ له دې ملي سمبول څخه په کلکه ساتنه وکړي.

د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه د کابل په ګډون د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې دعام ولس ،مدني ټولو ،سیاسي ګوندونو،افغان میرمنو،ځوانانو او د حکومتي چارواکو لخوا نن د اګست په ۱۹ په بیلابیلو مراسمو ولمانځل شوه.

له خپلواکۍ څخه سږکال۱۰۰ کاله پوره شول او پوره سل کاله وړاندې د۱۹۱۹ میلادي کال د اګست په ۱۹ نیټه دغازي امان الله په مشرۍ افغان ولس د خپلو سرښندنو د مبارزې په پایله کې له استعمارګرو څخه یې خپلواکي ترلاسه کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG