لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپينه ماڼۍ: صدر ټرمپ غواړي په سویلي اسیا کې جوړ شوی تاو تریخوالی کم کړي


واېټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ ویلي د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په سویلي اسیا کې د هند او پاکستان تر منځه سېوا شوي تاو تریخوالي کمولو په غرض د هند او پاکستان د وزیراعظمانو سره په ټېلیفون جدا جدا خبرې کړي.

د واېټ هاوس د بیان تر مخه صدر ټرمپ د هندوستان لخوا د کشمیر ځانګړي حیثیت ختمولو وروسته غواړي په سویلي اسیا کې پیدا شوی تاو تریخوالی کم کړي.

د هندوستان حکومت ویلي وزیراعظم نریندرا مودي په دغه ټېلیفوني خبرو اترو کې صدر ټرمپ ته د پاکستان لخو د سختو بیانونو په سر ګیله یا شکایت کړی دی.

اخوا پاکستان ویلي چې د نریندرا مودي وروسته وزیراعظم عمران خان د امریکايي صدر سره په ټېلیفوني خبرو کې ویلي چې د هندي وزیراعظم لخوا د کشمیر ځانګړي حیثیت ختمول د ګڼ شمیره مسلمانانو دغه ریاست (کشمیر) جغرافیه بدلول په ډاګه کوي.

د ګل په ورځ د هندي کشمیر د سرښار سرينګر نه راغلي خبرونو تر مخه که څه هم دغلته سکولونه پرانستل شوي وو خو د تیرو دوو اونیو راهسې هر څه په ټپه ودریدو وروسته میندې او پلرونه خپل ماشومان سکولونو ته په لیږلو اندېښمن دي چې له کبله يې د ګل په ورځ په پرانستل شوي سکولونه زیات تره خالي وو.

د ځايي حکومت لخوا د دغې اعلان وروسته چې په کشمیر کې د مکمل بندیز وروسته به نژدې ۲۰۰ سکولونو د ګل د ورځې نه بیرته پرانستل شي.

د سرينګر یو لوړ پوړي انتظامي چارواکي شاهد اقبال چودهري وي او ای سره په خبرو کې ویلي ٫٫ مونږ د ماشومانو میندو او پلرونو ته خواست کوو چې خپل ماشومان دې سکولونو یا مکتبونو ته ولیږي. د دغه سیمې امنیت زمونږ په غاړه دی.٬٬

د کشمیر ګڼ شمیر اوسیدونکو خبریالانو ته ویلي چې په کشمیر کې د رابطو ټولو لارې لا هم تړلي دي او د نا آرامۍ له ویرې دوي خوښوي چې ماشومان يې په کور پاتې وي. د هندوستان یو ټي وي چېنل سره په خبرو کې د یو ماشوم پلار ویلي ٫٫ ښه به دا وي چې د هندوستان حکومت لومړی د موباېل ټېلیفونونو نظام بیا پرځاې یا بحال کړي؛ وروستو د دغې به زمونږ بچي په حفاظت سره سکولونو ته تلی شي.٬٬

د کشمیر په ځینو برخو کې که څه هم زمکنی ټېلیفون لاېن (لېنډ لاېن) بیرته فعاله شوی خو دغلته موباېل ټېلیفون او انټرنټ په مکمله توګه تړل شوی دی.

د ګل په ورځ په کشمیر کې حکومتي دفترې خلاصې شوي او د امنیتي عسکرو نه ډکو ښارونو کې لږ ډیر ګاډي په نظر راغلي. په وروسته پاتې سیمو کې بیا اولسي بسونه هم په سړکونو لیدل شوي او چارواکو ویلي چې په کشمیر کې لږیدلي بندیزونه په مزه مزه پورته کوي. د سرينګر یو چارواکي روهیت کنسال وي او ای ته د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي وو ٫٫ دا به په مزه مزه کیږي او حالت به سمیږي او دلته به حالات نور هم نرمیږي.٬٬

خو په حقیقت کې دغه سیمه لا هم په لویه کچه تړلې پرته ده. بازارونه او مارکیټونه لا هم بند یا تړلې پراته دي. او د ښار په ځینو برخو کې د مظاهرو د رپورټونو له وېرې ډیر لږ خلک د خپلو کورونو نه بهر راوځي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ په سرینګر کې ځاې پر ځاې د ځايي اوسیدونکو او پولیسو تر منځه د اخو ډب د پېښو وروسته چارواکو یو وارې بیا بندیزونه پرځاې کړي.

تر دې دمه چارواکو د دغه شوو مظاهرو او په دغو کې ګډون کونکو او یا د دغو وروسته نېلو شوو کسانو په اړه ډیر لږ معلومات ورکړي. هندوستان په کشمیر کې روانو دغه عملیاتو دفاع کوي او زیاتوي چې د تشدد مخنیوي لپاره دغه ګامونه ضروري دي.

د هندوستان لخوا د کشمیر ځانګړي حثیت ختولو وروسته په کشمیر کې په سلګونو سیاسي مشران، فعالان او بېلتون غوښتونکي مشران نیول شوي. د فرانس خبري ادارې ای اېف پي د یو ځايي چارواکي د خلې ویلي چې تر دې دمه ۴۰۰۰ کسان په قید کې پراته دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG