لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:د سولې دپروسې رهبري زمونږ سره ده


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني واضحه کړې ده چې “جمهوریت او زموږ امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي او د سولې پروسې رهبري زموږ سره ده او د دې برعکس مذاکرات له قید و شرط پرته وو، خو سوله په قید و شرط سره ده

د دوشبنې په ورځ ولسمشر غني کورنیو چارو وزارت کې د افغانستان د ملي پولیسو د سوق او ادارې مرکز څخه دلیدنې په مهال راجوړې شوې دستورې ته پخپله وینا کې ویلي افغانستان د چا هدیه نه ده، دا وطن زرګونه کلونه د خپلو رښیتنو بچیانو په وینه ساتل شوی ا وسله وال پوځ باید دا وطن د راتلونکو نسلونو لپاره دامن ځانګو وساتي.

هغه وویل سوله د هیواد یوه اړتیا ده، خو د سولې تامین له متحدینو سره په تړونونو کې د تغییر لامل نه ګرځي.

اشرف غني دپوځ مشرانو اؤ زلمیو ته په مخاطبه وویل ستاسې په خاطر د سولې په مذاکراتو کې په قوي دریځ کې یو او د سولې تامین پورې په ټول قوت سره جنګ ته دوام ورکړئ

هغه په پوځ غږ وکړو چې، داعش او ټول تروریستان چې په هر ځای کې وي باید وئ ځپئ، محوه او له منځه یې یوسئ او د خلکو په مرسته هغوی له خپلو غارونو څخه رابهر کړئ.

دافغانستان ولسمشر د سولې دپروسې د رهبرۍ دا دعوه په داسې حال کې کړې ده چې دتیرکال راهسې طالبان په قطر کې امریکا سره دسولې په خبرو بوخت دي خو افغان دولت سره د خبرو اؤ اوربند نه پرله پسې انکار کوي

طالبان وایي امریکا سره د سولې یو غوڅ تړون ته رسیدلي خو افغان دولت سره به خبرې اؤ اوربند هله کوي چې امریکا دنړیوالو شاهدانو په موجودیت کې افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش اعلان کړي.

خو افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد ویلي هغوئ طالبانو سره دسولې دتړون په هڅه کې دي،نه چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د ویستلو تړون دپاره لاره ګوري.

دقطر دمزاکراتو نه باخبره سرچینې وایي چې طالبان اؤ امریکا دسولې یو غوڅ تړون ته نزدې شوي اؤ هیله کیږي چې په نزدې راتلونکې کې به دواړه خواوې په یو تړون لاسلیک وکړي خو ددغه ممکنه تړون ټول جذئیات لا مخې ته نه دي راغلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG