لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خليلزاد: امریکا د سولې خبرو ته تياره ده ګورو چې طالبان هم داسې دي؟


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي دي، "په واشنګټن کې مې ګټوره اوونۍ تېره کړه. انتظاميه مې خبر کړه چې بل پړاؤ به مو څه وي. بيرته په لار يم. اول پړاؤ دوحه چرته چې په به پاتې مسلو خبرو کوو. مونږ تيار يو او ګورو چې طالبان هم داسې دي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ويلي زلمی خليلزاد په ۲۰ اګست قطر او افغانستان ته ځي.

وزارت ویلي خليلزاد به په دوحه کې د طالبانو سره بیرته خبرې پېلوي او دغه خبرې د افغانستان د جګړې ختمولو او د سولې د پروسې د هڅو برخه ده.

سټېټ ډيپارټمنټ ويلي نوموړی به په کابل کې د افغان حکومت د مشرتابه سره د سولې د پروسې او بېن الافغاني خبرو د پوره تيارۍ په اړوند مشوره کوي .

په بيان کې ويل شوي نور سفرونه لا نه دي ټاکل شوي.

د زلمي خليزاد د افغانستان د سولې په اړوند دا خبرې په نهم ځل کيږي.

زلمی خليلزاد په داسې حال کې د طالبانو سره په نهم ځل خبرې کوي چې د امريکا صدر ‌‌‌‌‌‌ډانلډ ټرمپ وايي چې د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمولو لپاره په پلان خبرې روانې دي خو وايي دا مالومه نه ده چې پلان به ما يا هغوي ته د منلو وړ وي او که نه وي.

" د لارو نه یوه په لاره باندې دا وخت مونږ کار کوو، مونږ په یو پلان باندې خبرې کوو. ماته نه ده مالومه چې پلان به ما ته د منلو وړ وي او که نه او کیدلی شي هغوي (طالبانو) ته هم د منلو وړ نه وي. خو مونږ خبرې کوو او ډېرې ښې خبرې کیږي او ګورو به چې څه نتیجه ترې راوځي".

درې ورځې وړاندې زلمي خليلزاد په کابل کې د واده په مراسمو د داعش بريد غندلی او ويلي يې ؤ "مونږ بايد د بېن الافغاني خبرو ترڅنګ د افغان سولې پروسه ګړندۍ کړو. او کاميابي به افغانستان نورو پیاوړی کړي چې داعش ته ماتې ورکړي".

په قطر کې د طالبانو وياند سهېل شاهين ويلي ؤ د امریکا سره یې د تړون د لاسليک ورځ نه ده ټاکل شوې او ځینې خبرې پاتې دي چې هغه ترسره شي بيا به اعلان وکړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG