لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین اؤ روس دامریکې دکروز میزائیل په ازموئنه دامنیت شورا دغونډې رابللو غوښتنه وکړه


دامریکې د کروز توغندي د اوسنۍ ازموئنې په غبرګون کې روس اؤ چین دملګرو ملتونو دامنیت شورا دغونډې رابللو غوښتنه کړې ده ترڅو په دغه ازموئنه پکې بحث اؤ غور وکړل شي

دامریکې ددفاع محکمې پینټاګان د دوشنبې په ورځ ویلي وؤ چې امریکا د۵۰۰کلو میټره پورې دهدف ویشتونکي کروز توغندي ازموینه کړې ده.

دامریکا لخوا دمنځومانې دهدفي ځواک د پیاوړتیا په هکله د اټومي تړون څخه تر وتلو وروسته دا وړومبی ځل دی چې امریکا د کروز میزائیل یا توغندي ازموينه کړې ده.

نړیواله خبري شبکه رائټرر وایي دتوغندي له ازموئنې وروسته ماسکو اؤ بیجنګ” نړیوال امن ته پېښ ګواښونه” د ایجنډي په اساس په دې معامله د غور کولو دپاره د ملګرو ملتونو دامنیت شورا د غونډې رابللو غوښتنه کړې ده.

دواړو هیوادونو د وسلو دله مینځه وړلو دچارو په هکله دملګرو ملتونو مشر ازومي ناکا میټسو نه غوښتي دي چې هغه باید د توغندیو دازموئنې په اړوند دامنیت شورا ته احوال تیر کړی.

تر دې دمخه د شورو په ورځ د روس صدر ولادیمیر پوټين پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې امریکا په رومانیه اؤ پولینډ کې خپل میزائیل لګولی شي چې دا به د ماسکو دپاره یو ګواښ وي.

د ايي این ایف په نوم دتړون په اساس امریکې اؤ روس دڅه رقم اټومي جګړې دمخنیوي په غرض خپلو کې د۳۱۰ نه نیولې تر۳۴۰۰میله پورې د زمکې نه په هوا کې د وار کوونکو توغندیو په ازموئنه بندیز لګولی ؤ.

چین ددغه تړون برخه نه وه نو ځکه دغه هیواد د زمکې نه په هوا کې ورکوونکو زیات شمیر توغندي د ځان سره لري.

امریکه په ماسکو تور لګولی ؤ چې د یاد تړون څخه یې سرغړونه کړې ځکه نو په دویم اګست یې ځان ددغه تړون نه ویستلی ؤ.

دچهارشنبې په ورځ دامریکې ددفاع وزیر مارک ایسپر نه فوکس نیوز دیوې مرکې په مهال پوښتنه کړې وه چې ایا د امریکا ددې ازموئنې مقصد روس یا شمالي کوریا ته پېغام ورکول وؤ؟

ددې پوښتنې ځواب کې دامریکا ددفاع وزیر ویلي وؤ مونږ دا خبره باوري کول غواړو چې د چین د رویې په نظر کې نیولو سره باید امریکا ترمنځومانې دخپل هدف ویشتلو توان په لاس کې ولري.

د سه شنبې په ورځ دچین دبهرنیو چارو د وزارت ویاند جینګ شوانګ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې دامریکا له لوري دتوغندي ازموئنه ښایي چې امریکه د وسلو یو نوی زغل اؤ تاؤتریخوالی پيلول غواړي چې دا به دسیمې اؤ نړۍ په امن بدې اغیزې ولري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG