لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:دوه اټومي طاقتونه هند اؤ پاکستان یو بل ته برندې سترګې ولاړ دي،څه هم کیدای شي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان اندېښنه ښودلې ده چې د هند اؤ پاکستان ترمینځ تاؤ تریخوالی به نور هم سیوا کیږي اؤ ویلي یې دي نړۍ باید د دوؤ ایټمي طاقتونو ترمینځ په دې کړکیچن وضعیت فکرمنده شي.

امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټائمز ورځپاڼې سره یوه مرکه کې وزیراعظم عمران خان ویلي دهند اؤ پاکستان ترمینځ خبرې نوره هیڅ ګټه نه لري ، دا دواړه هیوادونه ایټمي قوتونه دي اؤ یو بل ته برندې سترګې ولاړ دي.

دهند لخوا په پینځم اګست دخپل واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت ختمولو پسر دهند اؤ پاکستان اړېکې زیاتې تاؤژنې شوي اؤ وزیراعظم عمران خان له دې وړاندې هم د دواړو هیوادونو ترمینخ داټومي جګړې کیدلو احتمال ښودلی دی.

خو دهندي پوځ مشر دپاکستان ګواښونو ته په جواب کې ویلي چې هند له ګواښونو نه ویریږي اؤ د هر رقم حالاتو مقابلې ته چمتو دی.

دعمران خان په وینا” سیمه کې دتاؤ تریخوالي زیاتېدو احتمال شته اؤ څه رقم حالات هم رامخې ته کیدلی شي ،ځکه مونږ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ د بې کچه تباه کوونکي وضعیت له اندېښنې خبر کړی دی”

هغه ویلي پاکستان هند سره دخبرو اترو دپاره ډیر څه وکړل اؤ اوس نور هیڅ نه شي کولي

عمران خان اندېښنه ښودلې چې جمو وکشمیر کې د ۸۰ؤ لکو کشمیریانو ژوند ته خطرې پېښې دي اؤ ښایي هند هلته نسل کشي کول غواړي.

هغه دملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړه چې جمو و کشمیر کې دانساني حقونو د کېدونکو سرغړونو د ارزونې دپاره باید دغلته خپل څارونکي ولیږي.

تر دې دوه ورځې وړاندې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د هند د ولکې لاندې دکشمير د لانجې د هوارولو په لړ کې يو ځل بيا د منيځګړيتوب وړاندیز کړی ؤ اؤ ویلي یې ؤ چې د کشمير د مسلې د هواري دپاره به پوره هڅې کوي.

د سه شنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې هغه ویلي وؤ” خامخا به په دغه اړوند خبره کوي او د تاؤ تريخوالي کمولو هڅه به کوي د څه دپاره چې اړينه ده چې دواړه فريقه د خبرو مېز ته راشي”

نوموړي په خپل يووروستي ټويټ کې هم ويلي ؤ چې د هند د وزيراعظم نريندرا مودي اود پاکستان د وزیراعظم عمران خان سره يې په ټيليفون خبرې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG