لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ:پاکستان اؤ هند دجهادي ډلو په ضد هغسې ګامونه نه دي اخستي چې ورته پکار وؤ


دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دپاکستان اؤ هند له لوري دتندروه ډلو په ضد اخستل شوي ګامونه ناکافي یا لږ ګڼلي اؤ دترهګرۍ په ضد د روانې جګړې په اوله کرښه ولاړ دغه هیوادونو هغسې ګامونه نه دي اخستي چې ورته پکار وؤ.

واشنګټن کې خبریالانو سره خبرو کې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي امریکا افغانستان نه دخپلو ځواکونو ویستلو دپاره په خبرو اترو بوخته ده اؤ اوس باید دتندلاریتوب په ضد د جګړې مسولیت نور هیوادونه پخپله غاړه واخلي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې صدر ټرمپ ویلي روس ، افغانستان، ایران،عراق اؤ ترکې دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب په ضد جګړه تر یوه حده پرمخ وړي خو دجګړې د اول خط دهیوادونو په توګه پاکستان اؤ هند د جهادي ډلو په ضد زیات څه نه دي کړي.

صدر ټرمپ ویلي هند دجهادي ډلو په ضد جګړه نه کوي اؤ پاکستان که یې کوي هم نو هغه ډيره کمه ده اؤ دا له انصافه لرې خبره ده ځکه چې امریکا خو له دې سیمې اووه زره میله لرې موقعیت لري.

هغه دداعش د نیول شوؤ اروپائي وسله والو په بیرته نه اخستلو په فرانس، جرمني اؤ نورو اروپائي هیوادونو هم سختې نیوکې وکړې اؤ وئ ویل که چرې دا هیوادونه خپل جګړه ماران بیرته نه اخلي نو امریکا به هم هغوئ خوشې کړي اؤ بیرته بې یې دهغوئ هیوادونو ته ورولیږي.

هغه دعوه وکړه چې په لږه موده کې یې دداعش خلافت سل په سلو کې له مینځه وړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG