لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي: په کونړ باندې د پاکستان لخوا تر ۷۰۰ توغندي ويشتل شوي


واشنګټن: د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم، امریکا غږ ډیوې ته وویل، چې د پاکستان لخوا د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو باندې تر ۷۰۰ زیات توغندي توغول شوي.

نوموړي زیاته کړه، ددغو توغندیو له امله د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې یو ماشوم هم ټپي شوی دی.

کله چې په کونړ باندې د پاکستان لخوا د راکټي برید په اړه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له ویاند محمد فیصل څخه پوښتنه وشوه نو هغه په دې اړه بې خبري څرګنده کړه.

پاکستان هم تور لګوي چې د افغانستان له خاورې د دوی په سرتیرو باندې بریدونه کېږي.

پاکستان د روان میلادي کال د مې په دوهم نېټه ویلي وو، چې د افغانستان له خاورې ور اوښتو ترهګرو شمالي وزیرستان کې په پاکستاني پوځیانو برید کړی وو چې درې عسکر پکې وژل شوي.

پاکستان دغه ادعا وروسته له هاغې وکړه چې د افغانستان د سویلي خوست ولایت سیمه ییزچارواکي وویل، چې ددې ولایت د سپرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ګن شمیر ولس میشتو سیمو د پاکستان پوځ هوايي بمبار او د توپو بریدونه کړي دي چې عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې درې تنه وژل شوي اؤ اووه تنه نور ټپیان شوي خو ددې ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

افغان چارواکو تر دې مخکې د روان کال په مارچ میاشت کې ویلي وو چې په کونړ باندې د پاکستان لخوا ۲۰۵ توغندي توغول شوي وو.

په تېرو څو کلونو کې په وار- وار افغان چارواکو تور لګولی، چې د پاکستان له غاړې توغندي ور توغول کېږي او وایي چې له امله یې عامو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه هم رسېدلي دي.

رپوټونه وایي د پاکستان له لوري وخت په وخت افغانستان ته د توغندیو ور ویشتل د دې سبب شوي، چې له ډیورنډ کرښې سره نیژدې پرتو کورنیو له خپلو سیمو نورو خوندي ځایونو ته کډې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې په تېره فبرورۍ میاشت کې هم ۱۸۰ توغندي د پاکستان له لوري کونړ ولایت ته ور ویشتل شوي وو، چې د افغان چارواکو په وینا د دې ولایت د دانګام ولسوالۍ پر سره کمر، کچلي او شینکۍ کلیو لګېدلي وو او خلکو ته یې زیان اړولی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورند په کرښه د پاکستان لخوا د بیا بیا تیري په اړه د تېرو څو کالو راهیسې جدي غبرګون ښودلی.

یاد وزارت ویلي، چې پاکستان په ډول ډول پلمو سره لکه د ترویزم په وړاندې د جګړې په نامه په افغانستان د توغندیو توغول، د افغانستان فضا ته د الوتکو اوختل او په لیکه د ځینو ودانیو په جوړلو سره له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ټینګار سره وویل پاکستان په ښکاره د ملګروملتونو له قوانینو څخه هم سرغړونه کوي او هڅه کوي د ډیورنډ د لیکې په اړه د نړیوالو نظر بدل کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني ویلي، افغان حکومت په وار وار هڅه کړې چې له پاکستان سره هر ډول ستونزې په ډیپلوماټیکو لارو حل کړي خو پاکستان تل د افغانستان په حاکمیت باندې تیری کړی او په خپلو ژمنو کې صادق نه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي پاکستان دا مهال د ډیورنډ د لیکې دواړو غاړو ته یوه بشپړه پوځي فضا رامنځته کړیده او تر هغو چې پدې برخه کې لازم اقدامات ونشي نو د ډیورڼد د لیکې په اړه پریکړه نشي کیدای.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG