لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهادر ډلې د ګواښونو پاڼه ویشلې


د شمالي وزيرستان نه د سيمې ځايي سرچینو او چارواکو ويلي د حافظ ګل بهادر ډلې په نوم د شپې په میرانشاه او خواشاه سیمو کې د ګواښونو پاڼه (پمفلټ) وېشل شوې او عامو خلکو ته پکې په پوځ کې د نه بهرتی کیدو اوښځو ته د پولیو ډیوټۍ نه کولو ترڅنګ نورو خلکو ته د سوداګانو نه خرڅولو ويل شوي دي.

په دغه پرچه (پمفلټ کې د وزیرستان علماؤ، مشرانو، استازانو او نورو خلکو ته ويل شوي چې خپل بچي په پوځ کې بهرتي کېدو ته نه ليږي.

د دې ترڅنګ وزير او داوړ قوم ته ويل شوي چې د پوځي استخباراتي ادارې (ملټري انټيليجنس یا اېم ايي) او نورو دپاره کار کوونکي خلک د دوي علاقې ته لېږل شوي او هلته بېلا بيل څيزونه خرڅوي مشران دې دوي منع کړی او حکومت ته دې اووايي که څه ورسره وشو نو زمه وار به یې دوي نه وي.

ويل شوي هغه ښځې چې د پوليو پروګرام کې کار کوي نوکرۍ دې پرېږدي.خلک دې د پوځ او ملېشې سره د نزدې ناستې نه ډډه وکړي. خلک دې وسله وال پټ وساتي او د پوځ او اېم ايي سکولونو ته دې خپل ماشومان نه ليږي.

ملکان دې په وزیرستان کې په چاپو وهلو لاسليک نه کوي کنه په خپله به زمه واری وي.

په شمالی وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو پينځه کاله وروسته د دې نه وړاندې د بیلا بیلو وسله والو ډلو لخوا یو شمېر دغه رنګ پاڼې ویشل شوي او د اګست په وړومبۍ نېټه هم یوه پاڼه ویشل شوې وه چې پکې د پوځ مرسته کوونکو خلکو ته ګواښونه شوی وو خو وروسته پاکستاني طالبانو د پاڼې سره د لاتعلقی اظهار کړی ؤ.

دوي ویلي دا پاڼه دوي نه ده وېشلې او د حافظ ګل بهادر ډلې په نوم د تازه پاڼې پخلی هم چا نه دی کړی.

د حافظ ګل بهادر ډله

د حافظ ګل بهادر ډلې په کال ۲۰۰۷ کې د حکومت سره یوه لوظنامه لاس لیک کړې وه چې تر مخه به یې دا ډله په ملک کې اړی ګړی نه جوړوي او د پولې پورې غاړې افغانستان کې بریدونو کولو ته يې زیاته لیواله وه.

حافظ ګل بهادر ډلې دغه لوظنامه په کال۲۰۱۴ کې د ختمولو اعلان کړی ؤ.

خو د ضرب عضب عملیاتو پرمهال پوځ د کومې ډلو د نوم اخستو نه پرته ويلی وو په علاقه کې يې بې د کوم توپيره د ټولو وسله والو ډلو پرضد يورنګ عمليات کړي دي.

په شمالي وزيرستان کې تازه وېشل شوې پاڼې ته ته په سوشل میډیا سخت غبرګړن ویل شوی او سورج داوړ نومې تن په فیس بک لیکلي د دفعه ۱۴۴ په وخت په موټر سایکل غبرګې سورلۍ نه شي تلی او د میرانشاه مرکزی سړک چرته چې په هر دوه کلومیټره فاصله کې څوکۍ جوړې دي دا پاڼه وېشل پوښتنې راپورته کوي.

په شمالی وزیرستان کې په کال ۲۰۱۴ کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو تندروه ډلو پرضد پوځ په پراخه کچه عمليات کړي او د علاقې په بشپړه ډول پاکولو يې ويلي ؤ، خو اوس په هم په سيمه کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

د شمالي وزيرستان د ضرب عضب عملياتو په مهال د لاکونو په شمېره کې خلک کډوال شوي چې پکې اوس هم د اتنتظامیې په وېنا د ۱۵ زرو پورې رجسټرډ کورنۍ په کډوالۍ کې ژوند کوي. او ځايي خلک وايي د غېر رجسټرډ کډوالو شمېره د دې نه هم سېوا ده ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG