لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:افغانستان څخه هند ته دترهګرو د اوښتو دعوې دروغ دي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دهندي رسنیو دا دعوې بې اساسه دي چې ګنې د افغانستان څخه ځېنې ترهګر د هند د واک لاندې کشمیر ته ننوتلي اؤ وایي په دې پلمه هند غواړي جمو وکشمیر کې د دروغو عملیات وکړي.

دجمعې په ورځ په ټوئټر عمران خان لیکلي هند دعوه کوي چې ترهګر جنوبي سیمو ته هم ننوتلي دي خو په دغسې دعوؤ غواړي جمو و کشمیر کې دخلکو دنسل کشۍ د ایجنډې څخه دنړیوالې ټولنې پام وګرځوي

روانه میاشت دهند لخوا د خپل واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت ختمولو پسر دپاکستان اؤ هند اړېکې زیاتې تاؤژنې شوي اؤ اوړمه ورځ هم عمران خان نیویارک ټائمز ورځپاڼې ته سره خپله مرکه کې اندېښنه ښودلې وه چې دهند اؤ پاکستان ترمینځ تاؤ تریخوالی به نور هم سیوا شي.

عمران خان ویلي وؤ “دوه ایټمي قوتونه یو بل ته برندې سترګې ولاړې دي اؤ څه وخت څه هم کیدای شي”

وزیراعظم عمران خان له دې وړاندې هم پارلیمان ته خپله وینا کې هند سره د اټومي جګړې احتمال ښودلی ؤ خو دهندي پوځ مشر دپاکستان ګواښونو ته په جواب کې ویلي چې هند له ګواښونو نه ویریږي اؤ د هر رقم حالاتو مقابلې ته چمتو دی.

دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ دپاکستان اؤ هند ترمینځ په سیوا شوي تاؤ تریخوالي اندېښنه ښودلې اؤ په دواړو هیوادونو یې غږ کړی چې خپلې شخړې باید دخبرو له لارې هوارې کړي.

روانه اوونۍ د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د هند د ولکې لاندې دکشمير د لانجې د هوارولو په لړ کې يو ځل بيا د منيځګړيتوب وړاندیز کړی ؤ اؤ ویلي یې ؤ چې د کشمير د مسلې د هواري دپاره به پوره هڅې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG