لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پروان کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان ځانمرګی برید شوی


د افغانستان پلازمینې د کابل شمال پله د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ اړوند سیمه کې د نړیوالو ځواکونو د ګزمې په پوځي موټروځانمرګی برید شوی دی.

د پروان ولایت امنیه قومندانۍ ویاند عبدالسلم نوري امریکا غږ ډیوې ته وویل برید تیره شپه ۱۱ نیمې بجې د بګرام ولسوالۍ اړوند د صیاد سیمه په بازارکې شوی دی.

نوموړي وویل په برید کې بهرنیو ځواکونو او همدارازعامو ولسي خلکو ته د سر زیان نه دی رسېدلی خو په وینا یې یوازې د ایتلافي ځواکونو یو پوځي موټر ویجاړ شوی دی.

هغه وویل، د بهرنیوځواکونو یو ډله د صیاد په سیمه کې د ګزمي په حال کې وه چې د کروله موټرپه وسیله ځانمرګی برید پرې ترسره شوعامو ولسي خلکواوپوځيانو ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې یوازې یو پوځي موټرد ولسي خلکو یو شمېردوکانونه ویجاړ شوي او مالي زیانونه یې اړولي دي.

د برید زمه واري طالبانو په غاړه اخیستی او دې ډلې ویلي چې د تېرې شپې په برید کې اووه تنه امریکايي پوځيان وژلي دي خود پروان ځايي چارواکو له ډيوې سره په خبرو کې د طالبانو ادعا رد کړه.

په افغانستان کې ناټو ځواکونو د دې برید په تړاو تراوسه څه نه دي ویلي.

دا پیښه په داسې حال رامنځته شوې چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره امریکايي پوځیان میشت دی او دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې مذاکرات هم پرون د جمعې په ورځ پېل شوي دي او په شویو خبرو کې د پرمختګ ادعا شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG