لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دایف ای ټي ایف تورملړ نه دځان ژغورلو دپاره داهدافو ترلاسه کولو کمېټه جوړه کړه


ایف ای ټي‌ ایف کمېټه
ایف ای ټي‌ ایف کمېټه

دپاکستان وزیراعظم عمران د رالوتکي دسمبر دپیل پورې دمالیاتي ځواکونو د ځواک (فنانشل ایکشن ټاسک فورس)د ټولو هدفونو ترلاسه کولو دپاره دلوړې کچې ۱۲ کسېره کمیټه جوړه کړې ده.

دپاکستان ډان ورځپاڼې پخپل یو راپور کې ویلي د هیواد داقتصادي پرمختیا مرکزي وزیر حماد اظهر به ددې کمیټي مشري پغاړه لري،اؤ ددې ترڅنګ به یې د جزانې،بهرنیو چارو اؤ کورنیو چارو د سکترانو په ګډون د ناقانونه پیسو اؤ ترهګرۍ دمالي سرچینو د اوچولو د ادارو مشران غړیتوب ولري.

ډان ورځپاڼه وایي په دې مهمه کمیټه کې د پوځ درې لوړ پوړي چارواکي هم اخستل شوي دي.

د وزیراعظم دماڼۍ نه خپره شوې یوه اعلامیه کې ویلي شوي چې دا کمیټي‌ به ایف ای ټي‌ ایف لخوا دټاکل شوو هدفونو ترلاسه کولو دپاره حکومتي هڅې نورې هم پر مخکې وړي.

په نړیواله کچه دناقانونه پېسو په لیږد څار لرونکې ادارې فنانشل ایکش ټاسک فورس دترهګرو د مالي سرچینو د وچولو اؤ ناقانونه پیسو دلیږد دمخنیوي کې په ناکامه راتللو تیرکالدپاکستان نوم په خړ نوملړ کې وراچولی دی چې داقتصادي چارو د څېړونکو په وینا له دې امله پاکستان هر کال لس بیلینه تاوان کوي.

اېف ای ټي اېف پاکستان ته دخړنوملړ نه دځان ویستلو دپاهر ۲۷ شرطونه اېښودي چې د روان کال ستمبر د مياشتې پورې يې پوره کړي او په دې کې يې ورته په ۱۹ په بشپړ ډول د پوره کولو ويلي.

که چرې پاکستان دا شرطونه پوره نه کړي نو له دې وروسته به یې نوم په تور فهرست کې به واچول شي او ویل کيږي د هغې وروسته به د بندېزونو سره مخ شي.

پاکستان دعوه کوي چې دترهګرو دمالي سرچینو د وچولو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي چې پکې په تندروه ډلو د بندیز اؤ دهغوئ دپنګو کنګل کولو ګامونه هم شامل دي.

خو نړیواله اداره وایي چې د ناقانونه پیسو دمخنیوي اؤ دترهګرو دمالي سرچینو وچولو دپاره به پاکستان ته نور ګامونه هم اخستل وي.

دجون په میاشت کې ایف ای ټي ایف په دې خبره اندېښنه ښکاره کړې وه چې پاکستان نه یوازې د جنورۍ پورې ورکړل شوؤ هدفونو ترلاسه کولو کې ناکام پاتې شوی بلکې دمئ میاشې پورې چې ورته دګامونو اخستلو کوم هدفونه ورکړل شوي وؤ هغه یې هم نه دي ترلاسه کړي .

دجون دمیاشتې په وروستیو کې نړیوالو رسنیو داسې راپورونه ورکړي وؤ چې پاکستان دمالیاتي ټاسک فورس(ایف ای ټي‌ ایف)تور نوملړ ته دلوئېدو نه دځان ژغورلو دپاره د درېوؤ هیوادونو چین ،ترکي اؤ ملائشیا په ملاتړ ترلاسه کولو کې بریالی شوی خو ویل کیږي بیا یې هم دغه نوملړ کې د ورګډیدلو ګواښونه په سر ولاړ دي.

د ۳۶ؤ هیوادونو څخه دراجوړ ایف ای ټي ایف د اصولو له مخې دکوم هیواد دنوم تورلسټ ته د اچولو دپاره اړینه وي چې دغه هیواد دې د درېوؤ هیوادونو ملاتړ په لاس کې ولري

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG