لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دپولیو نورې پینځه پېښې مخې ته راغلي،پښتونخوا کې دپولیو ضد کمپائن پیل شو


په پاکستان کې دپولیو پینځه نوې پېښې مخې ته راغلي چې درې پکې دخیبر پښتونخوا اؤ دوه د سندهـ ایالت څخه دي اؤ ددې سره سږکال په ګرد هیواد کې دپولیو د موندلو شوؤ پېښو شمیره ۵۸ ته رسېدلې.

دپولیو ددې نوؤ پېښو رامنځته کېدو سره سم نن /دوشنبه په خیبر پښتونخوا صوبه کې ماشومانو ته دپولیو دناروغۍ دمخنیوي دڅاڅکو ورکولو کمپائن پیل شوی .

په دې کمپائن کې به د پېښور، چارسدې، نوښار، صوابۍ، مردان، بونېر، سوات، شانګله، تورغر، هري پور، مانسهرې، کوهستان، بټګرام، خېبر، باجوړ، مومند، کوهاټ، لکي مروت، بنو، هنګو، کرک، ټانک، ډي ايي خان، کرم، اورکزۍ، شمالي او جنوبي وزيرستان کې د ۴۶ لاکونه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

دخیبر پښتونخو صوبې وزیراعلي ښاغلي محمود خان د دوشنبې په سحر دپېښور په پولیس هسپتال کې یو شمیر ماشومانو ته دپولیو ضد څاڅکو په ورکولو سره ټوله صوبه کې دپولیو په ضد د کمپائن پرانسته کړې ده.

په پاکستان کې کال ۲۰۱۷م کې دپولیو یوازې اته پېښې مخې ته راغلې وې خو تیرکال په دې کې اضافه وشوه اؤ دپولیو نور ۱۲ ناروغان وموندل شول.

خو دسږکال په پیل کې چې ګرد هیواد کې دپولیو دناروغۍ په ضد کمپائن پیل شو نو په پېښور اؤ دپښتونخوا یو شمیر سیمو کې دپولیو دڅاڅکو په ضد ځېنو اړخونو سخته پروپیګنډه وکړه اؤ دغسې د روان کال په اتوؤ میاشتو کې په ګرد هیواد کې د پولیو ۵۸ نوې پېښې مخې ته راغلې چې په دې کې یوازې د۴۴هاغو پولیو ځپلو ماشومانو تړاؤ دخیبر پښتونخوا سره دی چې دپولیو دڅاڅکو نه ورکول کیدلو له امله په دې مضره ناروغۍ اخته شوي دي.

دخیبر پښتونخوا دبیړنو عملیاتو دمرکز مشر ښاغلي کامران اپریدي وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي د پولیو کومې نوې درې پېښې چې مخې ته راغلي په هغې کې یوه په بنو،یوه هنګو اؤ یوه شمالي وزیرستان کې موندل شوې ده.

ښاغلي اپریدي وویل خیبر پښتونخوا کې سږکال په لویه کچه د پولیو دپېښو مخې ته د راتللو ستر علت د والدینو له لوري خپلو ماشومانو ته دپولیو دڅاڅکو نه ورکولو څخه انکار دی.

هغه وویل دنن نه ټوله صوبه کې یو ځل بیا دپولیو په ضد کمپائن پیل شوی اؤ پکار ده چې دې کمپائن کې ټول والدین دخپلو اولادونو معذوره کیدلو څخه د ژغورلو په خاطر دپولیو دڅاڅکو ورکوونکو ډلو سره همکاري وکړي.

هغه وویل ډیر خلک داسې پروپیګنډه کوي چې دپولیو ویکسین زیانونه لري خو والدین باید په دې پروپیګنډو غږ ونه ګروي اؤ په ډاډه خپلو بچو ته د پولیو دمخنیوي څاڅکي ورکړ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG