لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا وزیراعلی وایي افغانستان سره یې تجارت ته ځانګړی پام ګرځولی


دپاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې مشر وزیر یا وزیراعلی ښاغلي محمود خان ویلي حکومت یې افغانستان سره تجارت ته د ودې ورکولو دپاره زړه پورې ګامونه اخلي اؤ دسوداګریزو اړیکو د ودې دپاره یې دتورخم دروازه دشپې اؤ ورځې خلاصه ساتلې ده.

خو دافغانستان دتجارت وزارت بیا د وزیراعلی محمود خان ددعوؤ په پرتله وایي چې په تیرو دوؤ کلونو کې دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ دسوداګرېزې ورکړې، راکړې کچه دیو اعشاریه پینځه بیلین ډالرو څخه نزدې یو بیلین ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د دوشنبې په ورځ پېښور کې رسنیو سره په خبرو کې وزیراعلی ښاغلي محمود خان ویلي خیبر پښتونخوا صوبه د تورخم له لاړې افغانستان سره تړل شوې ده اؤ دتورخم دلارې دسوداګریز توکي منځنۍ ایشیاء اؤ ټولې نړۍ ته ډير په اسانه رسیدلی شي.

هغه وویل هرکله چې د تورخم دلارې تجارتي هلې ځلې سیوا کیږي نو پېښور به ورسره ارومرو د تجارت مرکز جوړیږي ځکه نو مونږ ټول پام دتورخم دلارې افغانستان سره دتجارت ودې ته ګرځولی دی.

هغه افغانستان کې دسولې د روانو هڅو هرکلی وکړو اؤ وئ ویل دپاکستان اؤ افغانستان امن دیو بل سره تړلي دي،که دافغانستان په خاوره امن راځي نو په پاکستان کې به هم امن وي اؤ که په پاکستان کې امن ټینګ وي نو افغانستان به هم په امن اؤ ثبات کې ژوند کوي.

هغه هیله وښودله چې دطالبانو اؤ امریکا ترمنیځ دسولې د روانو خبرو په نتیجه کې به افغانستان کې زر سوله اؤ امن ټینګ شي اؤ ددې غوره اغیزې به په ټوله سیمه کیږي.

وزیراعلی محمود خان افغانستان سره تجارت ته د ودې ورکولو دپاره دګامونو اخستلو دا دعوه په داسې حال کې کوي چې څېړونکي وایي د افغانستان او پاکستان په سیاسي تعلقاتو کې د تاوتریخوالي له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه عمومي تجارت او افغان ټرانزېټ ټرېډ هم اغیزمن شوي.

د کابل د پرله پسې غوښتنو باوجود پاکستان په خپله خاوره د افغانستان او هندوستان ترمنځ نیغ په نیغه تجارت ته اجازت نه ورکوي چې ددې په ځواب کې په دې وروستیو کلونو کې افغانستان د ایران دلارې هندوستان سره تجارت زیات کړی.

د افغانستان میډیا د افغان تجارت وزارت د شمېرو ترمخه وايي چې په ٢٠١٨ کې د افغانستان او پاکستان تجارت نژدې یو بیلین ډالر و. دغه کال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښه نه گڼل کېدې د دې په پرتله په ٢٠١٧ کې دوه اړخیزه تجارت نژدې یو اشاریه پنځه بیلین ډالر و.

پاکستاني اقتصاد پوهان وایي چې که چرې دواړه هیوادونه په ګډه پوله تجارانو ته دتجارت اسانۍ ورکړي نو ترمینځ یې کلیزه سوداګري پنځه بیلین ډالرو ته رسیدی شي.

د روان کال مارچ په مياشت کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې ويلي ؤ د دواړو هېوادونو ترمنځ کېدونکې سوداګري د تېر کال په پرتله ۷۹ ملينه ډالره نوره راټيټه شوې ده.

د يادې خونې په خبر پاڼه کې د دوه اړخيزه سوداګرۍ کمېدو په علتونو کې د ټرانزټ د ځنډ ښکار کېدل، سياسي او امنيتي وضعیت او په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو موجودګي ښودل شوي وو.

د ګډې خونې عمومي سکترې فايزه زبېر وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د سوداګرۍ د دکچې راټېټیدو په اړوند ویلي وؤ،د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د ۲۰۱۷م د جولايۍ نه تر ۲۰۱۸م د جنورۍ پورې ۲۸۵ملينه ډالره ، اوبيا د ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹م په ياده موده کې دا ۲۰۶ ملينه ډالره وه، چې پکې ۷۹ ملينه ډالره کمی راغلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG