لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: کشمیر د هند او پاکستان خپله دوه اړخیزه مسله ده


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، هند او پاکستان په خپله د کشمیر ستونزه حلولی شي خو که ورته اړتیا وي نو دی هم شته.

ټرمپ وویل: "زه دلته یم، زه له دواړو ښاغلو (مودي او عمران خان) سره ښې اړیکې لرم او زه دلته د هر دلیل لپاره یم. خو زه فکر کوم چې دوی یې په خپله په ډېره ښه توګه کولای شي. دوی یې د اوږدې مودې راهیسې کوي."

ټرمپ پر دغې مسلې په فرانسه کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د هندوستان له لومړي وزیر نریندرا مودي سره خبرې کړي دي.

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي:

"د هند او پاکستان لپاره ټولې مسلې دوه اړخیزه بڼه لري او مونږ نه غواړو چې په نړۍ کې هېڅ کوم هېواد ته درد ورکړو چې په دې اړه څه وکړي ځکه دا مسلې دوه اړخیزې دي. او زه باور لرم چې د ۱۹۴۷ کال څخه دمخه چې دواړه یو هېواد وو او بیا تر هغې راوروسته مونږ د خبرو له لیارې د حل لارې موندلی شو."

ټرمپ تر دې مخکې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په مسله کې د منځګړيتوب وړاندیز کړ وو.

نوي ډلي دغه وړاندیز رد کړی وو خو اسلام اباد یې هرکلی کړی وو.

ټرمپ وايي، چې مودي ورته ویلي چې په کشمیر کې هرڅه اوس تر کنټرول لاندې دي.

دا په داسې حال کې چې له کشمیر څخه رارسېدلې راپورونه وايي، چې لا تر اوسه هم په دغې سیمه کې ټیلیفوني او انټرنیټي شبکې تړل شوې دي او که څه هم کابو ۲۰۰ لومړني ښونځي پرانېستل شوي دي خو لا تر اوسه پکې د زده کونکو شمېره ډېره کمه ده.

د زده کونکو والدین وايي، دوی ددې وېرې له امله ښونځیو ته خپل ماشومان نه استوي هسې نه چې د لاریون کونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې ګېر رانشي.

وروسته له هاغې چې د هند لخوا د هندي کشمیر ځانګړي حیثیت ته د پای ټکی کېښودل شو نو له امله یې له پاکستان سره حالات ډېر خراب شول.

د رویټرز خبري رسنۍ د راپورونو له مخې د شویو لاریونونو په ترڅ کې په امنیتي ځواکونو باندې کاڼي ويشتل شوي او هندي سرتیرو بیا د هغوي پرضد اوښکي بهونکي ګازونه کارولي چې له امله یې یو شمېر لاریون کونکي ژوبل شوي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG