لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان بیرته په افغانستان کې په واک کې راتلل غواړي؟


د امريکې او طالبانو ترمنځ د لسو مياشتو د افغان سولې د خبرو وروسته د لوظنامې د مسودې خپرېدو ويل کيږي د کومې وروسته چې طالبانو يو نوی ميډيا کمپاين روان کړی او د خپلې واکمنۍ وخت د کامياب دور په توګه وړاندې کوي.

په افغانستان کې د کال ۱۹۹۶ نه ۲۰۰۱ پورې د طالبانو د واک په وخت کې د دوي د سخت دريځه واکمنۍ او د تشدد د عملياتو به په عمومي ډول غندنه کېدله.

د طالبانو د واک په وخت کې د جينکو تعليم ته په رسايۍ بندېز ؤ په ټيلي ويژن او د ژوند په نورو معمولاتو سخت قوانين په ځای وو.

د وي او ای د خبر ترمخه امریکا او طالبان د سولې په تړون لاسليک ته نزدې دي د کوم تړون سره چې د ۱۸ کلنۍ جګړې د خاتمې او ۲۰۲۰ پورې د امریکې او اتحادي ځواکونو د وتلو تمه کېدی شي. په دغه تړاؤ طالبان اوس هم د خپلې پخوانۍ واکمنۍ وخت ته د بيا کتنې اراده لري.

طالبانو د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي په افغانستان کې کوم په نوم حکومت يا تنظيم د ملک د پرمختګ او خوشحالۍ دپاره په داسې ډول کار نه دی کړی کوم چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې شوی ؤ.

طالبانو تل په افغانستان کې په جمهوري توګه منتخب شوي حکومتونه د بهرنیو قوتونو ګوډاګي ياد کړي او د طالبانو د افغان حکومت د استازو سره په رسمي ډول د خبرو نه د انکار علت هم دغه ښودل کيږي.

د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون لاندې به طالبان ژمن وي چې هغه به القاعده او نورو نړیوالوتندروه ډلو ته د افغانستان نه بهر د ترهګرۍ اجازه نه ورکوي.

امریکايي استازي وايي د دې به دا مطلب نه وي چې چې ګنې امريکا به د افغان حکومت او د امنيتي ځواکونو په ملاتړ پرېښودو غور کوي.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي په ډاګه کول غواړي چې څوک دې د کومو اوازو يا پروپېګنډې د لارې بېوقوف جوړ نه شي او دوي به د طالبانو سره د کوم تړون وروسته هم د افغان ځواکونو دفاع کوي او ټول فريقېن په دې موافق دي چې د افغانستان راتلونکی به د ټولو فريقېنو ترمنځ د خبرو په اساس وی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG