لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ ويلي د ايران د صدر حسن روحاني سره زر ليده کاته کېدی شي


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي ډیر امکان شته چې هغه په راروانو اوونیو کې د ایران صدر حسن روحاني سره وویني او ورسره د ایران نیوکلیايي يا ايټمي پروګرام مخنیوي په اړه خبرې اترې وکړي او د کال ۲۰۱۵م هغه نړیوال تړون پرې بدل کړي د کوم نه چې تېر کال صدر ډانلډ ټرمپ وتلی دی.

په فرانس کې د نړۍ د اووه شته منو هېوادونو د سرمشرانو یا جي سېون غونډې وروسته ویلي "زما په فکر ایران غواړي چې وویني".

امریکايي صدر زیاته کړې چې د تېر کال راهسې په ایران لګول شوو سختو بندېزونو ایران ته سخت زور ورکړی. د دغو بندېزونو وروسته د ایران د تیلو برامدات ډېرکم شوي دي.

خو په خپلو خبرو کې صدر ټرمپ دا وړاندوینه هم کړې چې د ایران صدر حسن روحاني سره به په دې شرط لیده کاته کوي چې ایران به د هېواد نه بهر نه خو پوځي پرمختګونه کوي او نه بریدونه.

صدر ټرمپ ویلي چې په نوې لوظنامه کې به د ایران په ایټمي وسله او بېلسټک میزاېلو په تجربو بندېز وي او دغه بندېز به د ۱۰ کالو د اوږدې مودې لپاره وي.

صدر ټرمپ وړاندې ویلي "زه د ایران لپاره ښه احساسات لرم دوي ډیر زبردست خلک دي".

خو صدر ټرمپ ویلي چې دا به ډېر زر وي چې د ایران خارجه وزیر جواد ظریف سره رارونه اوونۍ وویني. جواد ظریف د فرانس صدر ایمانیول مکرون په بلنه په فرانس کې د جي ۷ سر مشریزې غونډه کې ناڅاپي رابلل شوی.

د فرانس مشر هڅه کوي چې د امریکا او ایران ترمنځه بیا خبرې اترې پېل کړي. د فرانس صدر د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ سره یو ګډ خبري کانفرنس ته په وینا کې ویلي چې هغه د ایران صدر حسن روحاني سره خبرې شوي او دا چې ایراني مشران دې ته تیار دي چې د صدر ټرمپ سره وویني.

مېکرون زیاته کړې چې هغه ډیر په پام دې نتیجې ته رسیدلی چې واشنګټن او تهران یوې لوظنامې ته رسېدلی شي که چرې صدر ټرمپ او حسن روحاني د یو بل سره وویني.

د فرانس صدر وړاندې ویلي چې هیواد به يې د امریکا او ایران خبرې اترې بیا پېلولو کې خپل رول ترسره کوي. او که چرې دغه خبرې اترې پېلیږي نو د کال ۲۰۱۵م د لوظنامې نور غړي هېوادونه لکه برتانیه ، جرمني، چین، روس او اروپايي اتحاد به هم پکې شاملوي.

په واشنګټن ډي سي کې د هیريټېج فاونډیشن سره کارکونکی څیړنکار لیوک کوفی د وي او ای فارسي څانګې سره په یوه مرکه کې ویلي چې صدر ټرمپ د ایراني صدر سره د خبرو اترو ته غاړه اېښودل ښايي چې په راروانو میاشتو کې د دواړه مشرانو تر منځه لیده کاته کیدلی شي.

امریکايي صدر د ایران د خارجه چارو وزیر جواد ظریف د فرانس د ناڅاپي سفر په اړه ویلي چې هغه په دغې سفر نه دی حیران شوی. صدر ټرمپ ویلي چې هغه په دغه مسله د فرانس د صدر سره په رابطه کې وو.

نوموړي ویلي"هغه چې څه کول ماته معلومه وه او چې څه يې کړي ما يې منظوري ورکړی وه".

د فرانس صدر د جمعې په ورځ د ایران د خارجه چارو وزیر سره د جي سېون غونډې په مهال ملاقات کړی وو او وروسته د دغې مکرون هغه د غونډې ځاې ته راوبلو کله چې د نړۍ اقتصادی مشران ترمنځه سختې خبرې وشوې.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG