لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي ضلعو د افغانستان سره د سوداګرۍ د لارو پرانستو هڅه کوو، محمود خان


د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان
د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان

د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان وايي د صوبې د قبايلي ضلعو چې د افغانستان سره په پوله کومې لارې جوړې دي په دې د تجارت پرانستو هڅه کوي.

محمود خان نن د شورو، چارشنبې په ورځ مومندو ته ورغلی او په مېچنۍ کې يې د ۱۳۲ کیلو واټه بجلۍ پېدا کولو ګرډ سټېشن پرانسته کړې او ويلي يې دي دا بجلي به د علاقې د ماربلو کارخانو ته ورکوي او دې سره به د علاقې د ماربلو صنعت وده ومومي.

د وي اوای ډیوه خبريال ارشد مومند وايي دستورې په وېنا کې محمود خان وويل، د وزيراعظم عمران خان او د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او نورو لوړ پوړ چارواکو سره يې په ناستو کې د قبايلي ضلعو په لارو د افغانستان سره د سوداګرۍ په اړوند خبرې شوي دي.

هغه وويل د باجوړ ناوه پاس، د مومندو ګورسل، او د نورو ضلعو د افغانستان سره په پوله جوړو لارو باندې يې د تجارت پرانستو په خبرو غور کړی دی.

نوموړي زياته کړه په کومو قبايلي سيمو کې چې د تجارت دپاره لارې پرانستل شي په دغو سیمو کې به حکومت تجارتي کالونۍ جوړوي.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلی دغه خبره په داسې حال کې کړې چې پاکستان ويلي د هند د افغانستان سره د ځمنکۍ لارې د تجارت په اسانتيا بندولو باندې غور کوي.

محمود خان دوه ورځې وړاندې هم داسې څرګندونې کړې وې چې حکومت یې افغانستان سره تجارت ته د ودې ورکولو دپاره په زړه پورې ګامونه اخلي او د سوداګریزو اړیکو د ودې دپاره یې د تورخم دروازه د شپې او ورځې خلاصه ساتلې ده.

خو د افغانستان د تجارت وزارت بیا د وزیراعلی محمود خان د دعوؤ په پرتله ويلي چې په تیرو دوؤ کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سوداګرېزې ورکړې، راکړې کچه د یو اعشاریه پینځه بیلینه ډالرو څخه نزدې یو بیلین ډالرو ته راټیټه شوې ده.

محمود خان د بجلۍ د ګرډ سېټشن د پرانستې په مهال وويل د قبايلي سيمو نه د اېف سي ار قانون ختم کړی شوی د ملک قانون دغو سيمو ته غځول شوی او دلته اوس د پرمختيا نوی دور شوی او د دې دپاره يې په تېر بجټ کې سل اربه روپۍ اېښودي دي.

هغه وويل په علاقه کې د جوړېدونکي مومند ډېم نه به د علاقې خلکو ته اوبه او بجلي ورکول کيږي. دا ډېم چې په مونډه علاقه کې جوړيږي.

وزيراعلی د مومندو په تحصيل خوېزو او بايزو کې د هايي سکولونو جوړولو او د ضلعې په هر تحصيل کې د لوبو د مېدان جوړولو اعلان هم وکړو.

هغه په مومندو کې د موبايل ټيليفون د تهري جي او فور جي سروسونو د پرانستلو باور هم ورکړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG