لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې تړون،طالبان چې څوک ضمانت کې غواړي هغوئ به ضمانت ته غاړه کښېږدي؟


په داسې حال کې چې نړیوالې رسنۍ دعوې کوي دقطر په روانو خبرو کې طالبان اؤ امریکا د سولې په تړون متفق شوي، څېړونکي وایي طالبان دامریکا څخه روس،چین،ملګري ملتونه اؤ نور سیمه ییز هیوادونه دضامنانو په توګه غواړي خو تراوسه یو هیواد هم په رسمي توګه دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې تړون کې دضامن جوړیدو په اړوند خپله رایې نه ده ښکاره کړې.

په افغانستان کې دپاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند وایي طالبان غواړي چې امریکا سره که یې هرشان تړون کیږی باید روسیه،چین،ملګري ملتونه دسیمې هیوادونه اؤ داسلامي هیوادونو سازمان یې باید ضمانت واخلي.

دامریکا غږ اردو څانګې ته ښاغلي رستم شاه مومند ویلي په قطر کې دامریکا اؤ‌ طالبانو ترمنځ دسولې دنهم پړاؤ خبرې یوې مهمې مرحلې ته رسېدلي اؤ اوس زر ده چې دواړه خواوې دسولې یو غوڅ تړون لاسلیک کړي،

دیوې پوښتنې ځواب کې هغه وویل طالبان چې په قطر کې هرګام اخلي په افغانستان کې خپله مرکزي شورا ددې ټولو ګامونو څخه هره لحظه باخبره ساتي اؤ دهغوئ هره پرېکړه دمرکزي شورا په صلاح مشوره کیږي.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژورنظر لرونکی پښتون خبریال طاهر خان هم وایي چې طالبان غواړي چین ،روس اؤ نړیوال قوتونه دسولې تړون کې ضمانیتان جوړ شي اؤ ددې مقصد دپاره یې دغو طاقتونو ته لیکونه هم استولي.

خو طاهر خان زیاتوي چې تر اوسه هیڅ یو هیواد هم طالبانو ته دهغوئ دلیږل شوؤ لیکونو ځواب په رسمي توګه نه دی ورکړی.

امریکا غږ سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان ویلي دسولې دخبرو په جریان کې امریکا خواهش لرلو چې طالبان باید افغانستان کې دالقاعده اؤ داعش ډلو غندنه وکړي خو دطالبانو مرکزي شورا هغوئ دداسې رقم څه بیان ورکولو نه منعې کړي دي.

په قطر کې دسولې د روانو خبرو نه باخبره سرچینې وایي چې طالبان امریکا نه غواړي باید افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش اعلان کړي خو امریکا ددې په بدل کې طالبانو نه غوښتي چې هغوئ به افغانستان کې دالقاعده،داعش اؤ نورو ترهګرو ډلو سره خپل پرېکون اعلانوي.

خبریال طاهر خان وایي “القاعده اوس هم طالبان خپل ملګري ګڼي اؤ زه فکر کووم چې له دې وروسته به ارو مرو طالبانو ته دا ستونزه پېښیږي چې هغوئ باید څنګه القاعده قائله کړي چې دافغانستان خاوره به دبل چا په ضد نه کاروي”

دطاهر خان په وینا “هر څو که اوس القاعده افغانستان کې داسې وجود نه لري لکه مخکې چې لرلو خو بیا هم دطالبانو شورا خپلو استازو ته لارښوونه کړې ده چې هغوئ له یو ټاکلي حده پښه نه شي اړولی اؤ دا هم ورته ویل شوي چې دالقاعده غندنه باید ونه کړي”

څېړونکي وایي طالبان دې خبرې ته هم اماده دي چې که افغانستان کې صدارتي ټاکنې کیږي نو و دې شي اؤ امریکا سره دسولې له تړون وروسته چې به کوم وضعیت رامینځته کیږي بیا به هغې ته په کتلو سره خپلې تګلارې جوړوي.

د شورو په ورځ نړیوالو رسنیو دعوې کړي چې طالبان اؤ امریکا قطر کې دسولې په یو غوڅ تړون متفق شوي اؤ له دې وروسته به افغان سولې دپاره امریکایي استازی زلمي خلیلزاد کابل ته سفر کوي ترڅو افغان دولت سره دسولې دتړون جذئیات شریک کړي.

زلمي خلیلزاد هم افغانستان ته دخپل ټاکلي سفر پخلی کړی اؤ‌ دامریکا غږ خبریال ته یې ویلي یې دي هغه به افغان دولت اؤ نورو اړخونو سره هم دسولې دتړون په جذئیاتو وغږیږي اؤ هڅه به وکړي چې دهغوئ باور هم ترلاسه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG