لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کشمیر سره دتاؤ تریخوالي جریان کې پاکستان د"غزنوي" په نوم داټومي توغندي ازموئنه کړې


هند سره دکشمیر پسر د روان تاؤتریخوالي په جریان کې پاکستان دچهارشنبې اؤ زیارت په منځ شپه کې د زمکې نه په زمکه د وار کوونکي اټومي توغندي “غزنوي” بریالۍ ازموئنه کړې ده.

دپاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور په ټوئټر لیکلي غزنوي توغنددی ۲۹۰کلومیټره پورې په زمکه خپل هدف په نخښه کولی شي

هغه وایي د غزنوي توغندي دا ازموئنه دشپې په تیاره کې شوې ده اؤ ددې ترڅنګ دتوغندي داغلو یو شمیر تمرینات هم په تیاره کې ترسره شوي دي.

تر دې وړاندې هم اټومي توان لرونکو دوؤ رقیبو ګاونډیو هیوادونو پاکستان اؤ هند وخت په وخت دتوغندیو ازموئنې کړي خو په دې وروستیو کې چې دهند دواک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت ختمولو په سر دپاکستان اؤ هند اړېکې سختې تاوژنې شوي دا وړومبی ځل دی چې پاکستان د یو اټومي توغندي ازموئنه دشپې په تیاره کې کړې ده.

د روان کال دمئ میاشت کې پاکستان زمکې نه په زمکه د وار کوونکي اټومي توغندي شاهین ۲بریالۍ ازموئنه کړې وه اؤ پوځ ویلي وؤ چې دا میزائیل د ۱۵۰۰ کلو میټره نه زیاتې فاصلې پورې داټومې اؤ روایتي دواړو وسلو د وړلو توان لري.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ یو شمیر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو دکشمیر په سر هند سره دايټمي جګړې احتمال ښودلی اؤ‌ په نړۍ یې غږ کړی چې د دوؤ ایټمي قوتونو ترمنځ دې جنګي صورتحال کې باید بې تفاوته پاتې نه شي.

دغریبۍ اؤ‌ بدو ورځو سره مخ رقیب ګاوندي هیوادونه پاکستان اؤ هند هرکال دخپل بجټ زیاته برخه ددفاعي اړتیا ؤ په نوم په پوځ مصرفوي اؤ وخت په وخت دنوؤ وسلو اؤ میزائیلو تجربې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعاتي راپورنه وایي د دواړو هیوادونو دنیمایي نه زیات وګړي دتعلیم،صحت اؤ روزګار په مدونو کې دګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي اؤ ګڼ شمیر وګړي پکې په خلاص مټ ډوډۍ هم نه مومي.

پاکستان چې دا مهال دبهرنیو پورونو له امله په سختو معاشي بحرانونو کې ګیر دی، په نزدې نزدې ورځو کې یې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره دشپږو اربو ډالرو د پور یو تړون کړی دی اؤ ددغه تړون نه راپدیخوا پاکستان کې د ګرانۍ کچه نوره هم لوړه شوې ده.

هند او پاکستان تر دې دمه یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمیر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوي دایټمي وسلو زغل نور هم چټک شوی دی.

دواړه ګاونډي هیوادونه د ١٠٠ څخه زیات ایټمي بمونه لري او د دغه بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د زمکې، هوا او د اوبه دلارې ذریعې پیدا کوي.

هند تیر کال خپله نوې جنګي تګلاره هم اعلان کړې وه چې ترمخه یې دوي ویل د جنګ په صورت کښې به پاکستان باندې د ایټمي وسلې برید وړومبې دوي کوي.

XS
SM
MD
LG