لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان مودي ته:دسپېړې ځواب به دې په سوک درکوؤ


دپاکستان وزیراعظم ویلي هند غواړي چې دپلوامه په څېر په یوه پلمه دپاکستان د واک لاندې کشمیر (چې پاکستان ورته ازاد کشمیر وایي) هم عملیات وکړي خو که هند څه هم وکړل نو پاکستان به یې دسپیړې ځواب په سوک ورکوي.

پاکستان کې نن دجمعې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په غوښتنه کشمیریانو سره دیووالي ښودلو په موخه دغرمې د ۱۲بجو نه تر ۱۳نیمو بجو” دکشمیرساعت” نمانځل کیږي

اؤ په دغه اړوند پلازمینه اسلام اباد کې راجوړې شوې یوې سترې دستورې ته پخپله وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي چې دپاکستان ټول قام دکشمیریانو ترشا ولاړ دی.

هغه هند جمو وکشمیر کې دبشري حقونو په سرغړونه تورن کړو اؤ وئ ویل هند دتیرې یوې میاشتې راهسې دکشمیر خلک لکه دبندیانو ساتلي ا‌ؤ په هغوئ سخت ظلمونه کوي.

هغه وویل پاکستان اؤ هند دوه اټومي قوتونه دي اؤ که د دوئ ترمینځ جګړه کیږي نو اغیزې به یې یوازې په سیمه نه بلکې په ټوله نړۍ کیږي.

نوموړي وویل حکومت یې ټوله نړۍ کشمیریانو سره دکېدونکو ظلمونو څخه خبروي اؤ زر به کشمیر نه د ګرځبندیز ختمولو په موخه یو نړیوال کمپائن هم پیل کړل شي.

پاکستان کې کشمیریانو سره د یووالي ساعت دوزیراعظم عمران خان په غوښتنه نمانځل کیږي اؤ تر دې وړاندې عمران خان په ټوئټر دقام څخه غوښتنه کړې وه چې کشمیریانو سره دیووالي ښودلو دپاره باید ټول خلک بهر راوځي اؤ ترنیم ساعته پخپل ځائ ولاړ پاتې شي.

هند د روانې میاشتې په پینځمه نېټه دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی اؤ نړیوالې خبري رسنۍ وایي چې دغلته یې دتیرو څو اوونیو راهسې نه یوازې ګرځ بندیز پځائ کړی بلکې یو شمیر کشمیري سیاسي مشران یې هم نیولي.

پاکستان جمو وکشمیر کې هند دبشري حقونو څخه په سرغړونه تورنوي اؤ وایي دکشمیر دخلکو سره په کېدونکي زیاتیو به ټوله نړۍ خبروي خو څېړونکي وایي چې د کشمیر په اړوند دپاکستان ډپلوماسي پیاوړې نه ده ځکه نړیوال قوتونه تر اوسه دکشمیر په معامله بې تفاوته پاتې دي.

دپاکستان پخواني سفیر اؤ څېړونکي ښاغلي ایاز وزیر ویلي ،پاکستان په هر فورم دکشمیر کې دکېدونکو زیاتیو په ضد غږ پورته کړی اؤ بیا بیا یې غوښتي چې هند سره دکشمیر ستونزه دخبرو له لارې هواره کړي خو هند دکشمیر په شخړه هرځل ځان له خبرو رانغښی.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي ایاز وزیر ویلي چې پاکستان اؤ هند دوه اټومي طاقتونه دي اؤ که ددوئ ترمینځ دکشمیر په سر اټومي نښته کیږي نو زیان به یې نه یوازې دواړو هیوادونو بلکې ټولې نړۍ ته وي ځکه نو نړیوالې ټولنې ته دکشمیر په اړوند خپل رول لوبول پکار دي.

هغه وایي دکشمیر په شخړه به دپاکستان ډپلوماسي هغه وخت بریالۍ کیږي چې ټول قام اؤ حکومت دکشمیر په اړوند یو رقم دریځ ولري.

خو هند بیا جمو وکشمیر کې دبشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې دغلته ټول امنیتي ګامونه یوازې داړي ګړي ختمولو په غرض اخستل شوي.

دهند وزیراعظم نریندر مودي روانه میاشت خپله یوه مرکه کې تور لګولی ؤ چې پاکستان دهند د ائین ۳۷۰مه ماده د جمو وکشمیر دخلکو دجذباتو راپارؤلو دپاره د یوې وسلې په توګه کاروله اؤ اوس به دغلته دامن بیرته راګرځېدو له امله نړۍ کې دامن په وده کې لاس امداد وشي.

هغه ویلي وؤ حکومت یې غواړي چې په جمو وکشمیر کې ټولټاکنې وشي ، ددې سیمې خلک خپل حکومت وټاکې اؤ باور ورکوم چې دوئ ته به په روڼ انده توګه د خپلو استازیو د ټاکلو موقعه ورکول کیږي.

دهند د واک لاندې دکشمیر د نیم خپلواکه حیثیت ختمیدو راپدیخوا دپاکستان اؤ هند اړیکې سختې تاؤ ژنې شوي اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان دکشمیر په سر هند سره داټومي جګړې امکان ښودلی.

خو څېړونکی ایاز وزیر وایي چې د دواړو هیوادونو ترمینځ دکشمیر په شخړه دجګړې احتمال ډير لږ دی ځکه چې دواړه هیوادونه پوهیږي چې که دا جګړه ونښلي نو یوه عامه جګړه به نه وي بلکې یوه داسې اټومي جګړه به وي چې هند اؤ پاکستان دواړو دپاره به تباهي ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG