لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند وایي پاکستان پرې دترهګرو دلارې بریدونه کول غواړي خو هغوئ مقابلې ته چمتو دي


هند تور لګولی چې پاکستان پرې دترهګرو دلارې بریدونه کول غواړي اؤ وایي په دغه هکله یې استخباراتي معلومات هم ترلاسه کړي خو دپاکستان پوځ دهند دا دعوې بې اساسه بللي دي.

دامریکایي خبري شبکې ای پي دخبر له مخې دهند بهرنیو چارو د وزارت ویاند وریش کمار خبریالانو ته ویلي هند داسې اطلاعات لري چې پاکستان غواړي دپولې دپورې غاړې نه ترهګر راولیږي اؤ دلته پرې د ورانکارۍ پېښې وکړي.

خو هغه واضحه کړه چې دهند امنیتي ځواکونه د رقم وضعیت مقابلې کولو ته چمتو دي.

تر دې وړاندې هندي میډیا داستخباراتي سرچینو له خولې داسې راپورونه خپاره کړي وؤ چې دپاکستان روزل شوي کمانډویان دهند لویدیز ایالت ګجرات کې په سمندري غاړو دبریدونو دپاره په مرموزه توګه دهند اوبو ته ننوتلي دي.

خو دتیرې جمعې په ورځ دپاکستان وزیراعظم عمران خان په ټوئټر دهندي میډیا دا دعوې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ هند دعوه کوي چې ترهګر جنوبي سیمو ته هم ننوتلي دي خو په دغسې دعوؤ غواړي جمو و کشمیر کې دخلکو دنسل کشۍ د ایجنډې څخه دنړیوالې ټولنې پام وګرځوي.

دهند دبهرنیو چارو د وزارت ویاند رویش کمار ویلي دنوي ډیلي لخوا د روانې میاشتې په پیل کې دخپل واک لاندې دکشمیر دځانګړي حیثیت ختمولو وروسته پاکستان د یو خطرناک وضعیت رامنځته کولو دپاره دپولې دپورې غاړې نه د لاسوهنې هڅې کوي

خو دپاکستان ډان ورځپاڼې دپاکستاني پوځ د ویاند میجر جنرال اصف غفور له خولې لیکلي چې “پاکستان یو ذمه دار یا مسولیت لرونکی ریاست دی اؤ مونږ به ناپوهه یو چې چاته دپولې پورې غاړه د لاسوهنې اجازه ورکوؤ”

دهند ویاند دا تور هم لګولی چې” پاکستان ترهګري اؤ دپولې پورې غاړې نه ورانکاري دخپلې تګلارې په توګه کاروي ،مونږ مدام ویلي چې دا دپاکستان مسولیت دی چې هغوئ باید دترهګرۍ اؤ پخپله خاوره دفعاله ترهګرو ډلو په ضد ګامونه واخلي”

دهند لخوا په پاکستان دپولې پورې غاړې څخه دترهګرۍ دپلان لرلو دا تور وروسته له هغې لګول شوی چې دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ نورو چارواکو هم په دې وروستیو کې په هند تورونه ولګول چې غواړي کشمیر کې دبشري حقونو څخه دکېدونکو سرغړونو نه دنړۍ دپام ګرځولو دپاره جعلي عملیات وکړي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG