لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهستان:سېند ته دګاډي په غورځېدو ۲۶کسان اوبو لاهو کړي


دبر کوهستان په کندیا سیمه کې دلرګیو دپل ماتېدو له امله دمسافرو یو ګاډی سیند ته لوئېدلی چې له امله یې ومیرمنو اؤ ماشومانو په ګډون ۲۶کسان اوبو لاهو کړي دي اؤ پولیس وایي چې داتوؤ کسان مړي پکې له اوبو راویستل شوي دي.

دجمعې په ورځ دپاکستان دولتي ټي وي دسیمې د ډپټي کمشنر له خولې ویلي دمسافرو ګاډی د برکوهستان دکندیا تحصیل د باړیکو کلي څخه کمیله ښار ته روان ؤ چې لاره کې په یو پل د تیریدلو په مهال پرې دغه پل مات شو اؤ ګاډی ښکته دسیند ته وغورځېدو.

ډپټي کمشنر وایي دپېښې دخبر رسیدلو سره سم په ګڼ شمیر کې پولیس اؤ لامبوزانان دپېښې سیمې ته رسېدلي ، اته مړي یې دسیند نه راویستي دي اؤ دنورو د راویستلو هڅې روانې دي.

دسیمې دپولیسو وینا ده چې په سیند لاهو شوي کسان دیوې کورنۍ سره تړاؤ لري چې زیاتره پکې ماشومان اؤ زنانه دي.

د ښاري دفاع سیمه ییز مشر احسان الحق رسنیو ته ویلي چې په ګاډي کې ټول ۳۱کسان سواره وؤ خو سیند ته دغورځېدو په مهال ترې پینځوؤ مسافرو دانګلي اؤ نور اوبو لاهو کړي دي.

هغه ویلي په لاهو شوؤ کسانو کې پینځه ماشومان اؤ څلور میرمنې شاملې دي.

نوموړي زیاته کړې ده دکومو کسانو مړي چې له اوبو راویستل شوي هغوئ دکندیا تحصیل دبریګو کلي استوګن اؤ خپلو کې عزیزان وؤ.

په تیرو نزدې وختونو کې کوهستان سیمه کې سیند ته دګاډو لوئېدلو پېښه کې په لسګونو کسان مړه شوي‌ دي .

د روانې میاشتې په ۱۱مه نېټه هم په دغه سیمه کې دپښتونخوا ددیر سیمې سره دتړاؤ لرونکو خواریکښو ګاډی سیند ته غورځېدلی ؤ چې اووه کسان پکې مړه شوي وؤ.

همداشان دجولایي به میاشت کې دکوهستان به کامیلا سیمه کې دیو ګاډي سیند ته د غورځېدو پېښه کې دیوې کورنۍ ۱۲ کسان وژل شوي وؤ اؤ تر دغه پېښې وړاندې په جون کې دکوهستان دغدر سیمه کې په سیند دګاډي لاهو کېدو پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي وؤ

دخیبر پښتونخوا لرې پرته سیمه کوهستان د سړکونو اسانتیاوې نه لري اؤ په غرونو کې په تنګو اؤ کچه لارو خلک په جیپونو اؤ‌ ډاټسنو کې سفرونه کوي چې زیاتره وخت دغه ګاډي له غرونو سیند ته خوئېږي اؤ مرګ ژوبله پکې رامینځته کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG