لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کندوز دطالبانو برید،سختې جګړې روانې دي،هیلي کاپټرو نه طالبان په نخښه کیږي


دطالبانو لخوا تیره شپه په کندوز ښار دڅلورو خواؤ څخه پیل کړل شوي بریدونه دوام لري اؤ امنیتي چارواکي وایي چې اوس دافغان ځواکونو له لوري دهیلي کاپټرو دلارې په طالبانو بریدونه کیږي.

دکندوز دپولیسو ویاند سید سرور حسیني امریکا غږ اشنا ته ویلي چې طالبانو دجمعې اؤ شنبې په منځ شپه کې دکندوز ښار په کمربندي امنتي پوستو بریدونه پیل کړي اؤ دښار جنوب لوري ته په سه درک ، لویدیز لوري ته په خاکنۍ،شمال ته دبالا حصار اؤ ختیز ته دچله مزار په سیمو کې سختې نښتې روانې دي.

امنیتي چارواکي وایي ټوله شپه په امنیتي ځواکونو دطالبانو له بریدونو وروسته سیمې ته افغان کمانډویان لیږل شوي اؤ هغوئ د هیلي کاپټرو دلارې په طالبانو بریدونه کوي خو طالبان دخلکو کورونو ته ورننوتي دي ځکه یې په نخښه کولو کې خنډان راولاړیږي.

دافغانستان د رسنیو دمرکز مشر فیزوز بشري بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې یو روغتون کې هم ځائ پرځائ شوي دکندوز د دولتي روغتون سرچینو ویلي چې دافغان ځواکونو دسختو ځوابي بریدونو وروسته اوس طالبان ددغه روغتون څخه وتلي دي.

دافغانستان د جمهوري ریاست ویاند ښاغلي صدیق صدیقي په ټوئټر لیکلي افغان ځواکونو د کندوز ښار دځېنو برخو کې دطالبانو بریدونه پشا تمبولي ،اؤ افغان ځواکونه دعامو ګړو ساتنې ته اولیت ورکوي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوئټر دعوه کړې ده چې دښار عمومي سړک دهغوئ په لاس کې دی اؤ وایي چې دکندوز ښار ذملبل بندر سره تزذې دخاک کني سیمه یې نیولې ده؟

طالب ویاند په دې بریدونو کې دګڼ شمیر پولیسو د وژل کیدو دعوه هم کړې ده خو افغان چارواکو یا ازادو سرچینو دطالبانو ددې دعوې پخلی نه دی کړی.

سرچینې دعوه کوي چې دکندوز ښار په زیاترو برخو کې طالبان په لارو کوڅو کې مورچه شوي اؤ امنیتي ځواکونه پرې ډزې کوي چې له امله یې عام خلک پخپلو کورونو کې بند پاتې شوي اؤ دسیمې یو شمیر اوسېدونکو امریکا ته غږ ته ویلي چې دهغوئ ژوند ته سختې خطرې پېښې دي.

برتانوي خبري شبکه بي بي سي وایي دافغانستان په شمال ختیز کې کندوز دافغانستان تر ټولو ستر ښار دی چې دستراتیژیکي اړخه دټرانسپورټ یوه مهمه لاره ګڼل کیږي.

په کال ۲۰۱۵م کې هم طالبانو په کندوز ښار سخت بریدونه کړي وؤ اؤ ددغه ښار واک یې پخپل لاس کې اخستې ؤ خو څو ورځې وروسته بیا دنړیوالو ځواکونو په کمک دکندوز ښار د طالبانو له منګولو څخه ازاد کړل شو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG