لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان بیا هند ته په مشروط ډول دمذاکراتو پیل کولو وړاندیز کړی


پخپله یوه تازه مرکه کې دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي قریشي ویلي که چرې هند د کشمیر څخه ګرځ بندیز ختم اؤ نیول شوي کشمیري مشران خوشې، اؤ هغوئ سره لیدلو کتلو ته لاره هواره کړي نو دنوي ډیلي اؤ‌ اسلام اباد ترمنځ دخبرو اترو لړۍ بیا پیل کیدلی شي.

دپاکستان د وزیراعظم عمران خان لخوا هند سره دخبرو اترو ختمولو دپرله پسې بیانونو وروسته دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا په مشروط ډول هند ته دمذاکراتو پیل کولو وړاندیز کړی اؤ ویلي یې دي چې که هند په جمو وکشمیر کې خپل ګامونه بیرته واخلي نو پاکستان ورسره خبرې بیا پیل کولی شي.

برتانوي خبري اژانس سره پخپله یوه تازه مرکه کې دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي قریشي ویلي که چرې هند د کشمیر څخه ګرځ بندیز ختم اؤ نیول شوي کشمیري مشران خوشې، اؤ هغوئ سره لیدلو کتلو ته لاره هواره کړي نو دنوي ډیلي اؤ‌ اسلام اباد ترمنځ دخبرو اترو لړۍ بیا پیل کیدلی شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم نیویارک ټائمز ورځپاڼه کې پخپل یو لیکلي مضمون کې ویلي وؤ چې دکشمیر هند سره دتړلو دپرېکړې په بیرته اخستو،دغلته دکرفیو په ختمولو اؤ دهندي پوځ بیرته خپلو بارکونو ته په استولو پاکستان کولی شي چې هند سره د اودرؤل شوؤ خبرو لړۍ بیا پیل کړي.

خو هندي چارواکو له د پاکستان دې وړاندیز ته هیڅ رقم ځواب نه دی ویلی.

په پینځم اګست دهند لخوا دخپل واک لاندې دکشمیر دځانګړي حیثیت ختمولو نه وروسته دپاکستان اؤ هند اړېکې سختې تاؤژنې شوي اؤ دپاکستان وزیراعظم په پرله پسې ډول ویلي چې نور هند سره دخبرو اترو هیڅ احتمال نشته.

شاه محمود قریشي ویلي پاکستان مدام په مذاکراتو ټینګار کړی اؤ کله یې هم له خبرو اترو ډډه نه ده کړې خو هند تل دخبرو نه څنډه کړې ده.

هغه وویل دوه داسې ګاونډي هیوادونه چې اټومي وسلې لري هغوئ هیڅکله دجګړې زیان نه شي زغملی همدغه وجه ده چې پاکستان پرله پسې په هند ټینګار کړی چې ستونزې باید دخبرو دلارې هوارې کړل شي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې شاه محمود قریشي ویلي که چرې په پاکستان جګړه وتپل شوه نو هند ته به داسې غاښ ماتونکی ځواب ورکولی شي لکه په ۲۷مه فرورۍ چې ورکړل شوی ؤ.

په ۲۶مه فرورۍ هند دعوه کړې وه چې دپاکستان په بالاکوټ سیمه کې دترهګرو مرکز باندې بمباري کړې ده اؤ‌ په ۲۷ فرورۍ پاکستان دهند د دوؤ جنګي الوتکو د رانسکورولو اؤ دیو هندي پائیلوټ دنیولو دعوه کړې وه.

شاه محمود قریشي وویل پاکستان په بریالیتوب سره د غزنوي توغندي ازموئنه کړې اؤ پوځ اؤ قام دواړه دهر رقم وضعیت مقابلې ته چمتو دي

XS
SM
MD
LG