لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني:دکندوز په برید طالبانو هیواد اؤ خلکو سره خپله دښمني په ډاګه کړې


دافغانستان ولسمشر اشرف غني په کندوز دطالبانو د تیرې ورځې ډله ییز بریدونه په سختو ټکو غندلي اؤ وئیلي یې دي دکندوز په بریدونو کولو سره طالبانو افغانستان اؤ دافغانستان خلکو سره دښمني په ډاګه کړې ده.

په کندوز دطالبانو دبرید په اړوند دافغانستان دصدارتي ماڼۍ نه خپره شوې یوه اعلامیه کې ولسمشر اشرف غني ویلي

طالبانو په ملکي سیمو او عام المنفعه ځایونو د برید کولو سره د عامو وګړو د سپر ګرځولو او خلکو ته د زیان اړولو په خاطر د جګړې د دوام لپاره خپله اراده په ښودلې ده.

طالبانو اوړمه شپه دکندوز په ښار دڅلورو واړو اړخونو نه بریدونه کړي وؤ چې ددې په بدل کې دکندوز ښار ددفاع دپاره په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه کندوز ته لیږل شوي وؤ اؤ چارواکي وایي چې په طالبانو دسختو هوایي بریدونو وروسته دطالبانو دغه بریدونه پشا تمبول شوي دي.

طالبان اؤ حکومت په دغو نښتو کې یو بل ته د درونو زیانونو اړولو دعوې کوي.

ولسمشر اشرف غني پخپله اعلامیه کې ویلي هیوادوالو د ځان او مال ساتنه د حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې جدي تعهد موجود دی.

د طالبانو دغه ډول اعمال د دې ډلې د رهبرانو د ناستې له موضوع سره چې په دوحه کې جریان لري، په ټکر کې دي. حال دا چې د افغانستان خلک د جګړې د پایته رسېدو او پایداره سولې چې خلک په کې باعزته ژوند وکړي، غوښتونکي دي.

په کندوز دا بریدونه طالبانو په داسې حال کې کړي وؤ چې په قطر کې یې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره دسولې خبرې روانې وې اؤ ښاغلي خلیلزاد په ټوئټر لیکلي چې طالبانو سره یې په غونډه کې دکندوز په برید هم خبرې کړي اؤ په هغوئ یې ټینګار کړی چې دا ډول تاؤ تریخوالی باید ودرؤل شي

دافغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون پخپله یوه اعلامیه کې ویلي وؤ‌ چې اوس په کندوز ښار کې امنیت د ډاډ وړ دی اؤ او د ښار په شاوخوا سیمو کې د افغان ځواکونو له خوا د طالب وسله والو پر وړاندې چاڼیز عملیات روان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG