لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد:دسولې تړون ته نزدې یو،دکندوز په برید مې طالبانو سره خبره کړې


افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد ویلي طالبانو سره دسولې تړون ته نزدې شوی دی اؤ ددې تړون له امله به افغانستان کې دتشدد پېښې راکمي اؤ‌ بین الافغاني خبرو اترو ته لاره هواره شي.

په قطر کې طالبانو سره د سولې په اړوند د اوږدو خبرو اترو وروسته د یکشنبې په ورځ‌ زلمي خلیلزاد په ټوئټر لیکلي چې طالبانو سره یې دسولې دخبرو نهم پړاؤ سرته رسولی اؤ اوس به هغه په دې لړ کې افغان دولت مشورو دپاره کابل ته ځي.

ښاغلي خلیلزاد هېله ښودلې ده چې دامن د تړون له امله به یو داسې افغانستان مخې ته راشي چې دامریکا،دهغې دائتلافیانو اؤ هیڅ یو هیواد په ضد به خپله خاوره د کارولو دپاره چاته ورنکړي.

نړیواله خبري شبکې رائټرز وایي دطالبانو یو مهم مشر هم ورته دنوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي چې دمذاکراتو دنهم پړاؤ ختمیدو وروسته به طالبان دخپل مشرانو سره مشورې کوي اؤ زلمی خلیلزاد به دکابل حکومت د شوي پرمختګ څخه خبروي.

داسې هم په مطبوعاتو مخې ته راغلي چې دسولې دتړون وروسته به طالبان دناروی په پلازمینه اوسلو کې افغان دولت سره نیغ په نیغه خبرو ته کښېني خو طالبانو اؤ افغان دولت په رسمي توګه ددې دعوؤ پخلی نه دی کړی.

په قطر کې دامریکا اؤ طالبانو ترمنیځ دنهم پړاؤ دخبرو په جریان کې اوړمه شپه طالبانو په کندوز ښار د څلورو واړو اړخونو نه بریدونه کړي اؤ په دغه ښار کې دافغان ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ سختې جګړې شوي ، چې دواړه خواوې پکې یو بل ته د زیانونو اړولو په هکله متضادې دعوې کوي.

امریکا اؤ طالبان دتیرکال راهسې قطر کې دسولې په خبرو بوخت دي اؤ دواړه خواوې وایي اوس دسولې یو تړون باندې لاسلیک کولو ته نزدې شوي دي.

دسولې ددې خبرو څخه باخبره سرچینې وایي چې د کېدونکي ممکنه تړون په نتیجه کې به امریکا افغانستان کې دخپلو فوځونو شمیره کموي اؤ‌ طالبان به امریکا ته ضمانت ورکوي چې دافغانستان خاوره به دامریکې یا نورو هیوادونو په ضد کارؤل کیدو ته نه ورکوي.

امریکا دطالبانو نه دا هم غوښتي چې په افغانستان کې به القاعده ،داعش اؤ نورو ترهګرو ډلو سره خپل تړون پرېکوي خو اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي چې طالبانو ته به القاعده سره خپل تعلق ختمول ډیر ګران وي.

امریکا غږ ډیوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان ویلي“القاعده اوس هم طالبان خپل ملګري ګڼي اؤ زه فکر کووم چې له دې وروسته به ارو مرو طالبانو ته دا ستونزه پېښیږي چې هغوئ باید څنګه القاعده قائله کړي چې دافغانستان خاوره به دبل چا په ضد نه کاروي”

دطاهر خان په وینا “هر څو که اوس القاعده افغانستان کې داسې وجود نه لري لکه مخکې چې لرلو خو بیا هم دطالبانو شورا خپلو استازو ته لارښوونه کړې ده چې هغوئ له یو ټاکلي حده پښه نه شي اړولی اؤ دا هم ورته ویل شوي چې دالقاعده غندنه باید ونه کړي”

څېړونکي وایي طالبان دې خبرې ته هم اماده دي چې که افغانستان کې صدارتي ټاکنې کیږي نو و دې شي اؤ امریکا سره دسولې له تړون وروسته چې به کوم وضعیت رامینځته کیږي بیا به هغې ته په کتلو سره خپلې تګلارې جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG