لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان:ترهګري اسلام سره هیڅ تړاؤ نه لري،اروپا کې دمسلمانانو په جوماتونو بریدونه وشول


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي ترهګري د اسلام سره هیڅ تړاؤ نه لري خو دنائن الیون نه راپدیخوا هره پېښه داسلام سره تړل کیږي اؤ مسلمانانو ته دشک په سترګه کتل کیږي .

په شمالي امریکا کې دمسلمانانو یوې راجوړې شوې دستورې ته د ويډیو دلارې پخپله وینا کې عمران خان ویلي دي د رایې څرګندولو ازاډي هیڅکله دا معنا نه لري چې دچا مذهبي جذباتو ته دې زیان ورسول شي.

هغه وویل په دې وروستیو کې هر مسلمان ته دشک په نظرکتل کیږي اؤ تر دې چې په اروپا کې دمسلمانانو په جوماتونو بریدونه وکړی شول.

هغه وویل ترهګري دهیڅ یو مذهب سره هیڅ رقم تړاؤ نه لري اؤ دیو تن شخصي عمل دمذهب سره نه شي تړل کیدلی.

هغه پخپله وینا کې دهند د واک لاندې کشمیر کې په روان وضعیت سخته اندېښنه وښودله اؤ وئ ویل دمودي حکومت دکشمیر مسلمانان په اقلیت کې بدلول غواړي ځکه یې دغلته ظلمونو ته زور ورکړی.

عمران خان وویل په کشمیر کې د تیرو۲۶ ورځو راهسې ګرځ بندیز پځائ دی،ولس د روغتیایي اسانیو څخه محروم ساتل شوی اؤ دسیاسي مشرانو ترڅنګ یې په زرګونو ځوانان نیول شوي.

وزیراعظم خان اندېښنه ښکاره کړه چې هند دپاکستان دواک لاندې کشمیر کې عملیات کولی شي خو وئ ویل که دمودي حکومت داسې کوم ګام واخستو نو دپاکستان له لوري به یې کوټلی ځواب ورکول کیږي.

هغه وویل دجنوبي ایشیاء دوه اټومي طاقتونه یو بل ته برندې سترګې ولاړې دي اؤ که نړۍ ددې هرڅه نه ځان بې تفاوته وساتلو نو زیان به یې ټولې سیمې اؤ‌ نړۍ ته هم رسیږي

هند د روانې میاشتې په پینځمه نېټه دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی اؤ نړیوالې خبري رسنۍ وایي چې دغلته یې دتیرو څو اوونیو راهسې نه یوازې ګرځ بندیز پځائ کړی بلکې یو شمیر کشمیري سیاسي مشران یې هم نیولي.

پاکستان جمو وکشمیر کې هند دبشري حقونو څخه په سرغړونه تورنوي اؤ وایي دکشمیر دخلکو سره په کېدونکي زیاتیو به ټوله نړۍ خبروي خو څېړونکي وایي چې د کشمیر په اړوند دپاکستان ډپلوماسي پیاوړې نه ده ځکه نړیوال قوتونه تر اوسه دکشمیر په معامله بې تفاوته پاتې دي.

دهند وزیراعظم نریندر مودي روانه میاشت خپله یوه مرکه کې تور لګولی ؤ چې پاکستان دهند د ائین ۳۷۰مه ماده د جمو وکشمیر دخلکو دجذباتو راپارؤلو دپاره د یوې وسلې په توګه کاروله اؤ اوس به دغلته دامن بیرته راګرځېدو له امله نړۍ کې دامن په وده کې لاس امداد وشي.

هغه ویلي وؤ حکومت یې غواړي چې په جمو وکشمیر کې ټولټاکنې وشي ، ددې سیمې خلک خپل حکومت وټاکې اؤ باور ورکوم چې دوئ ته به په روڼ انده توګه د خپلو استازیو د ټاکلو موقعه ورکول کیږي.

دهند د واک لاندې دکشمیر د نیم خپلواکه حیثیت ختمیدو راپدیخوا دپاکستان اؤ هند اړیکې سختې تاؤ ژنې شوي اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان دکشمیر په سر هند سره داټومي جګړې امکان ښودلی.

خو دپاکستان پخوانی سفیر اؤ څېړنکار ښاغلی ایاز وزیر وایي چې د دواړو هیوادونو ترمینځ دکشمیر په شخړه دجګړې احتمال ډير لږ دی ځکه چې دواړه هیوادونه پوهیږي چې که دا جګړه ونښلي نو یوه عامه جګړه به نه وي بلکې یوه داسې اټومي جګړه به وي چې هند اؤ پاکستان دواړو دپاره به تباهي ولري.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ښاغلي وزیر ویلي چې پاکستان اؤ هند دوه اټومي طاقتونه دي اؤ که ددوئ ترمینځ دکشمیر په سر اټومي نښته کیږي نو زیان به یې نه یوازې دواړو هیوادونو بلکې ټولې نړۍ ته وي ځکه نو نړیوالې ټولنې ته دکشمیر په اړوند خپل رول لوبول پکار دي.

XS
SM
MD
LG