لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا ټیکساس ریاست کې په ډزو پینځه کسان وژل شوي،۲۱ ژوبل


دامریکا په ټیکساس ریاست کې د ډزو په یوه پېښه کې پینځه کسان وژل شوي اؤ ۲۱نور ژوبل شوي دي،دپولیسو په ډزو برید کوونکی هم وژل شوی دی.

پولیس وایي یو۳۰کلن شخص دشنبې په ماسپښین دټیکساس د لویدیز ښار مډلینډ اؤ اوډیسا په منځ سیمه کې هغه مهال په خلکو ناتاره ډزې کړي کله ټریفک په سړک ودریدو.

پولیس وایي دغه برید ګر د ډاک دمحکمې ګاډی د وسلې په زور رانیولی ؤ اؤ‌ په پولییسو،لارویانو اؤ موټرو کې په ناستو خلکو یې ډزې کولی.

دپولیس وینا دی د رخصتۍ د ورځې له امله په دغه سیمه کې دخلکو زیات رش ؤ له دې امله د بریدکوونکي په ډزو ګڼ کسان مړه شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د اوډیسا دپولیسو مشر مائیکل ګرکی یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ویلي برید کوونکی مدلینډ نه د اوډیسا په لوري راروان ؤ اؤ کله چې پولیسو هغه ته د اوریدلو اشاره وکړه نو په پولیسو یې ناتاره ډزې وکړې اؤ بیا دشمال په لوري وتښتېدو.

دپولیسو مشر وایي په دغه مهال برید کوونکي خپل موټر پرېښودو اؤ د ډاک محکمې یو ګاډی یې دختیز په لور وتښتولو اؤ کله چې اوډیسا ته ورسیدو نو په لارویانو یې ډزې پیل کړې.

هغه ویلي پولیسو چې کله په برید کوونکي پسې لګیدلی وؤ نو دهغه هغه ګاډی دیوې سینیما ترڅنګ د کتابونو یو ګاډي سره ټکر شو اؤ بیا دپولیس اؤ برید ګر ترمینځ سختې ډزې وشوې چې پکې برید ګر ووژل شو.

پولیسو لا تر اوسه د برید کوونکي نوم اؤ دهغه موخه مطبوعاتو ته نه دي روښانه کړي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ په ټوئټر لیکلي چې هغه ته په ټیکساس کې د ډزو د راپېښې شوې پېښې په اړوند احوال ورکړل شوی دی اؤ ایف بي ایي اؤ قانون پځائ کوونکې نورې شبکې په خپلو هلو ځلو بوختې دي.

تیره میاشت هم دامریکا په دوؤ ریاستونو ټیکساس اؤ اوهائیو کې د ډزو دوؤ بیلابیلو پېښو کې د۳۰ نه زیات کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر ژوبل شوي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG