لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جرمني ولسمشر په دوهمه نړیواله جګړه کې د ظلمونو لپاره له پولېنډ څخه بخښنه وغوښته


واشنګټن: د جرمني ولسمشر په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمني لخوا په پولېنډ او نورې اروپا کې د شويو ظلمونو له امله خپل سر ټیټ او بخښنه وغوښته.

ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر د اتوار یا یکشنبې په ورځ د دوهمې نړیوالې جګړې د پېلېدو د اتیایمې کلیزې په یاد په پولېنډ کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، دا جنګ د جرمني لخوا یو جرم و او زه ددغه جرم له امله جرمني ته بخښنه غواړم.

په دغې غونډه کې د پولېنډ رهبرانو، د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس، د جرمني چانسلرې انګېلا مرکل او نورو ګډون کړی وو.

ټاکل شوې وه چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم په دغې غونډه کې ګډون وکړي خو د امریکا پر لور د ډورین په نامه د روان سمندري طوفان له امله یې کنسل کړ.

د روسیې ولسمشر ویلادیمر پوتین ته په غونډه کې د ګډون لپاره بلنه نه وه ورکړل شوې خو په دې باندې د روسي چارواکو خوله نه وه تړل شوې چې ددغې جګړې په پای ته رسولو کې د شوروي اتحاد د رول یادونه و نه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اتوار یا یکشنبې په ورځ په یو ټویټ کې لیکلي:

"کېدای شي یو څوک د دوهمې نړیوالې جګرې د پیل د دور په اړه د شوروي اتحاد د سیاست په اړه جلا نظر ولري خو ددغې حقیقت ردول نا ممکن دي چې دا شوروي اتحاد وه چې نازیزم یې ختم کړ، اروپا یې ازاده کړه او اروپايي ډیموکراسي یې وژغورله."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG