لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یمن:دحوثي یاغیانو په بندي خانو دسعودي ائتلاف بریدونو کې تر۱۰۰ؤ زیات کسان وژل شوي


په یمن کې د سعودي عرب اؤ دهغې ائتلافیانو د حوثي یاغیانو په بندي خانو بمبارۍ کړي دي چې پکې تر۱۰۰ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

نړیوال خبري اژانس ایسوسي ایټډ پریس وایي سعودي ائتلاف دا بمبارۍ د اتوار یا یکشنبې په ورځ دیمن په لویدیزه صوبه دهامر کې کړي .

په یمن کې د سور صیلیب د ادارې مشر فرینزر اشینټن په بمباریو کې داغیزمن شوؤ سیمو څخه لیدنه کړې اؤ هغه دمړو شمیر کې د زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

دسور صلیب مشر وایي په بندي خانو کې د ژوندو پاتې شوؤ خلکو شمیره ډيره کمه ده.

دسور صلیب دمخې په دې بندي خانو کې ۱۷۰پورې کسان موجود وؤ چې له هغوئ څخه د ۴۰کسانو درملنه ده اؤ د نورو په اړه داسې ګمان کیږي چې هغوئ وژل شوي دي.

دیمن چارواکي وایي ائتلافي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په هغه کالج بمباري کړې ده چې حوثي یاغیانو د بندي خانې په توګه کارولو .

خو ائتلافي پوځ دبندي خانو ویشتلو دعوې رد کړي اؤ ویلي یې دي اؤ ویلي یې دي هغوئ دحوثي یاغیانو پوځي مرکزونه په نخښه کړي دي.

دسعودي ائتلاف دا عملیات د تیر یو کال په مهال تر ټولو ستر عملیات ګرځول کیږي .

په نړیوال کچ دسعودي ائتلاف له لوري په مکتبونو، روغتونونو،اؤ د ودونو په دستورو بمباریو باندې سختې نیوکې کیږي خو سعودي ائتلاف زیاتره وخت دغو نیوکو ته په ځواب کې وایي چې هغوئ عام خلک یا ابادۍ نه په نخښه کوي.

یمن کې روانه جګړه په کال۲۰۱۵م کې وروسته له هغې پیل شوې چې ایران پلوه حوثي یاغیانو دنړیوال ملاتړ لرونکي دولت تخته نسکوره کړه اؤ په پلازمینه صنعا یې قبضه وکړه.

دتیرو څلورو کالو نه روانه دې جګړه کې تراوسه په زرګونو کسان وژل شوي اؤ په لکونو نور بې کوره شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG