لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هسپانیه:پېغله سندرغاړې جوانا د اور لمبو وژله اؤ خلکو دټوقو په ګڼلو دهغې ویډیوګانې جوړولی


په هسپانیه کې د سندرو دیو بنډار یا کنسټرټ‌ په مهال وتلې پاپ سندرغاړې اؤ نڅاه ګره جوانا دسندرو ویلو په وخت په سټیج د اورلګیدلو له امله سوځېدلې اؤ مړه شوې ده.

نړیوالې خبري رسنۍ وایي دهسپانیې دپلازمینې په شمال لویدیزه سیمه لاس برلاناس کې کې دټنګ ټکور په یو محفل کې پېغلې سندرغاړې جوانا سائنز په سټیج دخپلو مینه والو دپاره سندرې ویلې اؤ ګډا یې کوله چې په دغه مهال دهغې مینه والو د ډیرې خوشحالۍ نه پټاخې خلاصولې اؤ سټیج پرتو پټاخو اور واخستو.

دکنسرټ انتظامیې رسنیو ته ویلي چې په اسټیج د لګیدلي اور لمبې د سندرغاړې جوانا سائنز څخه هم تاؤ شوې اؤ هغې هڅه کوله چې له دغو لمبو ځان وژغوري خو انتظامیه وایي چې کنسرټ ته راغلو خلکو د اورلګیدلو منظر هم دپروګرامو رنګینولو یا خلکو حیرانولو دپاره یوه ټوقه ګڼله اؤ ښه په مطمئین زړه یې پخپلو موبائیلونو نه یوازې دغه هرڅه ریکارډ کول بلکې زیاتو خو پکې دا منظر په ژوندۍ بڼه هم په فیس بک خپور کړی دی.

راپورونه وایي چې دسندر غاړې جوانا سائنز مینه وال هغه مهال له حقیقته خبر شول چې کله هغه په بشپړ ډول په اور وسوځېدله اؤ په اسټیج پردې راخورې کړل شوې.

له سوځېدلو وروسته دغه سندرغاړې روغتون ته هم رسول شوې وه خو زخمونه یې دومره ژور ؤ چې ساه یې ورکړه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG