لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکپتان په توګه راشد خان ته پېښ لويې چيلنجونه څه دي؟


څېړونکي وایي دبنګله ديش په  ضد ټيسټ سیالي به دهغه لپاره يو شمير ننګونې یا چلینجونه رامخې ته کړي چې په هواريدو کې به يې شايد هغه يو څه وخت واخلي.

په پينځم ستمبر افغانستان دبنګله ديش په ضد دټيسټ کرکټ سیالي پيلوي چې دا به دکپتان په توګه دراشد خان وړومبۍ سیالي وي.

دکرکټ دنړیوال جام د۲۰۱۹ په سیالیو کې دافغانستان لخوا دخپلو ټولو لوبو بائللو وروسته راشد خان دافغانستان ددريواړو ډلو کپتان نومول شوى ؤ،

څېړونکي وایي دبنګله ديش په ضد ټيسټ سیالي به دهغه لپاره يو شمير ننګونې یا چلینجونه رامخې ته کړي چې په هواريدو کې به يې شايد هغه يو څه وخت واخلي.

د کرکټ دپوهانو وينا ده چې دراشد خان لخوا دنوي کپتان په توګه ذمه وارۍ سمبالول يو فطري پرمختګ دى، ځکه هغه دنړيوال کرکټ په نقشه کې دافغانستان په نوم ورګډولو کې یو مهم رول لوبولی دی.

راشد خان دافغانستان دکرکټ په لوبډله کې ترټولو غوره لوبغاړى هم ګرځولى شي.خو هغه ته به په اوسنیو ورځو کې هاغو څو معاملو ته پام ګرځول وي چې دافغانستان دکرکټ ډله ورسره په دې وروستیو کې مخ شوې ده.

په دې وروستیو کې دمحمد شهزاد او افتاب عالم پشان تکړه لوبغاړي دلوبډلې نه بهر کړل شويدي،ددې ترڅنګ ګلبدين نايب په نړيوال کپ کې دکرکټ دډلې مشري کړې، خو رحمت شاه له دې وړاندې دټيسټ کپتان نومول شوى و او اصغر افغان چې دکپتان په توګه واک ترې بیرته اخستل شوی ؤ،اوس دراشد مرستيال جوړ کړى شويدى.

دکرکټ په لوبه کې دیو تکړه روزونکي یا کوچ په توګه دپېژندل کیدونکی فيل سيمنز دافغانستان کرکټ لوبډلې سره دماموریت موده دنړيوال جام دسیالیو نه وروسته پائ ته رسيدلې، خو دغه موده په دوستانه ډول پائ ته نه ده رسيدلې او د چيف سليکټر یا لوبغاړو دټاکلو مشر سره هم يې هم لانجه مخې ته راغلې وه چې پکې په انګلينډ او ويلز کې مايوسه کوونکى کمپائن شامل دى.

څېړونکي وایي راشد خان به ارو مرو دسمنز ځيرکتيا يادوي، پخوانى کوچ انډي مولز به موقتي کوچ وي او افغان بورډ دسمنز دباقاعده ځايې ډکولو لوري ته پام ګرځوي.

مولز دافغانستان داجتماعي نظام دتيرو پينځوؤ کلونو راهسې برخه ده او تر دې چې په ٢٠١٥م کې يې دهغوي روزنه یا کوچنګ هم کړى.

په نزدې وختونو کې هغه دافغانستان د١٩و کلونو څخه دکم او د٢٣و کلونو څخه دکمو عمرونو دلوبډلو روزنه کړې او د٢٠٠١٩م دنړيوال کپ په مهال په انتخابي کميټۍ کې هم ورګډ کړى شوى ؤ.

راشدخان هم په نړیوال کړکټ کې خپل ځائ دمولز دافغانستان دکوچ په توګه دوره کې جوړ کړى دی.

اصغر افغان، چې دسلو څخه په زياتو نړيوالو سیالیو کې يې دافغانستان مشري کړې ده، په توپ وهنه کې د٢٣ اعشاريه يو دوه اوسط لري، دمحمد نبي پشا چا هم دکپتان په توګه دغه رقم کارکردګي نه ده ښودلې، دا هاغه څه دي چرته چې دراشد خان په اړه ديو څه انديښنې لامل کيدى شي.

راشد دخپل نړيوال کرئير پيل په غوره ډول کړى او هغه دنوي دور په لوبه کې ترټولو باصلاحيته ليګ سپنرانو کې شميرلى شي،

په ځانګړې توګه دمحدودو اورونو په ميچونو کې، هغه ته به اوس دکرکټ دډلې په توګه دافغانستان دراتلونکي دجوړولو په اړه نيغ په نيغه کردار لوبول وي،

تاريخ په ډاګه کوي چې دکومې لوبډلې غوره لوبغاړي اکثره دهغه څخه چاپيره دکمو صلاحيتونو لوبغاړي هم راپورته کوي او داسې ښکاري چې دافغانستان او راشد قيصه همدغه شان ده.

خو هر څه به دراشد په واک کې نه وي، دهغوي دتوپ وهنې موقعې به په توپ وهونکو اډاڼه ولري، کومو چې دغوره کارکردګۍ څرګندونه کړې خو په نظم وضبط او يا تسلسل کې يو څه ستونزه لري اؤ په نړيوال جام کې دهغوي دماتې په علتونو کې يو علت دا هم و چې دسختو حالاتو څخه دراوتلو لپاره یې دصبر لاره ونه نیول شوه.

دکرکټ پوهان وایي چې دبنګله ديش په ضد به رحمت الله، هشمت الله شاهدي او افغان په څېر لوبغاړو ته زيات کار کول وي او ددغسې کيدو په صورت کې به په توپ اچونه کې دراشد خان او دهغه دملګرو کار هم اسان شي.

ابراهيم ځدراڼ، يامين احمدزی، ظاهر خان او قيصر احمد غوره دکرکټ لوبغاړي ګڼل کیږي خو ورته په لوړه کچه دخپلو صلاحیتونو ښودلو لپاره دموقعو ورکولو اړتيا ده،

ابراهيم اوس اوس دافغانستان اى لپاره دبنګله ديش کاميابه دوره کړې،همدغه راز دکيڼ لاس سپينر ظاهر او ليګ سپنر قيصر هم دبنګله ديش دحالاتو نه ناخبره نه دي، دواړو په بي پي ايل کې لوبه کړې ده.

دکرکټ دماهرانو په وینا راشد ته به دکرکټ خپلو يوولسو لوبيدونکو لوبغاړو کې دسمو لوبغاړو پيژندګلو کول وي او ددې ترڅنګ به ورته دا خبره هم باوري کول وي چې کوم څلور لوبغاړي ددغو يوولسو لوبيدونکو لوبغاړو په ډله کې شامل نه دي، هغوي هم کمه تجربه نه لري.

په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې ګڼې دټي ټوينټي سیالۍ رانزدې دي، راشد او دهغه دلوبډلې انتظامیې ته به دا خبره باوري کول وي چې څومره هغوي په دغو سیالیو کې ښه لوبه کولى شي، هغوي ته به په غټو فارميټونو کې پام ګرځولى شي.

XS
SM
MD
LG