لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې دصحت دچارو اړنده ښځېنه ماموره د وسله والو برید کې وژل شوې ده


پولیس وایي نامعلومو وسله والو د زیارت په سحر دپېښور په رینګ روډ د پشتخرې په سیمه کې دشازیه په نوم د روغتیا دچارو اړونده یوه ښځېنه ماموره په ډزو وژلې اؤ تښتېدلي دي.

خو دخیبر پښتونخوا دبېړنیو عملیاتو مرکز بیا وایي چې وژل شوې میرمن د پولیو ورکره نه بلکې د روغتیا دچارو اړوند دفاطمید فاونډیشن یوه ماموره ده.

دپشتخرې تاڼې دپولیسو یو تن مشر یا محرر وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي ته دپېښې دجذئیاتو بیانولو په وخت ویلي چې دصحت دچارو د اړونده ادارې ماموره شازیه د زیارت په سحر د پېښور په رینګ روډ حیات اباد سیمې ته روانه وه چې دیو سي این جي پمپ ترڅنګ پرې په موټر سائیکل سورو نامعلومو وسله والو ډزې وکړې اؤ وتښتېدل .

دپولیس د وینا له مخې په دغو ډزو کې دپېښور اوسېدونکې ۲۵کلنه شازیه چې دخاوند نوم یې عابد حسین دی، په ټکي مړه شوې ده.

په وړومبي سر کې پولیسو اؤ میډیا ویل وژل شوې میرمن دپولیو ورکره ده خو وروسته پولیسو سپینه کړه چې دغه میرمن د وینې دعطیې ادارې کې وظیفه لرله.

دخیبر پښتونخوا دبېړنیو عملیاتو دمرکز ویاند هم پخپل یو وضاحتي بیان کې ویلي چې وژل شوې میرمن دپولیو ورکره نه وه بلکې د وینې دعطیې یو شخصي اداره کې یې ماموریت لرلو.

تر دې وړاندې هم وخت په وخت د خیبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې دپولیو په لسګونو ورکران چې میرمنې هم پکې شامل دي د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي‌ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG