لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:ځانمرګي برید کې ۱۰ولسي وګړي وژل شوي۴۲ ژوبل


دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وایي نن چهارشنبه په پلازمینه کابل کې دمکروریان په عمومي سړک د عبدالحق څلور لاري ترڅنګ یو ترهګریز برید کې ۱۰عام کسان وژل شوي اؤ ۴۲ نور ژوبل شوي دي .

دکورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي پخپل یو بیان کې ویلي دې برید کې یو شمیر ودانیو اؤ ګاډو ته هم زیان رسیدلی دی.

طالبانو ددې برید پړه پغاړه اخستې اؤ دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوئټر دعوه کړې چې دهغوئ یو ځانمرګي د بهرنیو ځواکونو یو کاروان په نخښه کړی دی.

طالب ویاند دعوه کړې چې په دې برید کې ۱۲ بهرني اؤ افغان سرتیړي وژل شوي خو تر اوسه هیڅ یوې سرچینې د طالبانو ددې دعوې پخلی نه دی کړی.

تر دې دوه ورځې وړاندې هم په کابل کې طالبانو یوه موټري بمي چاودنه کړې وه چې پکې ۱۶کسان وژل شوي اؤ ۱۱۹نور ژوبل شوي وؤ.

په کابل کې دا وروستي ځانمرګي بریدونه اؤ بمي چاودنې په داسې حال کې شوي چې تیره اوونۍ په قطر کې دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې دخبرو نهم پړاؤ ترسره شوی اؤ دواړه خواوې وایي چې په دې خبرو کې دسولې یو غوڅ تړون ته رسیدلې دي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد طالبانو سره د سولې دتړون مسوده افغان ولسمشر حامد کرزي اؤ اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله ،عبدالله سره شریکه کړې اؤ ویل کیږي چې په دې مسوده دامریکا دصدر لخوا دلاسلیک وروسته به دافغانستان څخه په۱۳۵ ورځو کې پینځه زره امریکایي عسکر ووځي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني دکابل په نن ځانمرګي برید سخت خفګان ښودلی اؤ ویلي یې دي چې طالبانو ادعا کړې چې د بهرنیو ځواکونو کاروان یې په نخښه کړی،خو د دې تروریستي برید ثبت شوي تصویرونه او فلم په وضاحت ښایي چې د دې خونړي برید قربانیان ملکي وګړي دي.

اشرف غني پخپله یوه اعلامیه کې ویلي بین المللي ټولنه باید د طالبانو کړنو ته په پام پوهه شي چې له څه ډول جنایتکارې او خونخوارې ډلې سره په معامله کې دي. هغه ډله چې هره ورځ په ملکي کسانو او عام المنفعه تاسیساتو بریدونه کوي او بیګناه خلک په وینو لمبوي.

د ولسمشر غني په وینا له دغې ډلې (طالبانو)سره به سوله چې زموږ بیګناه خلک وژني او پر سوله باور نه لري او نه یې پېژني، یوه بې معنی سوله وي

هغه ویلي بین المللي ټولنه باید د طالبانو تروریستي ډله د بشريت ضد جنایتونو مسووله وبولي او د هغوی په ناوړه کړنو سترګې پټې نه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG