لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې د تړون وروسته به طالبان ځانونه بدل کړي ؟


طالبانو سره دسولې دنهم پړاؤ دخبرو سرته رسولو وروسته ویل کیږي چې افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دسولې دتړون مسوده دامریکا دبهرنیو چارو محکمې ته سپارلې خو څېړونکي اوس هم په دې خبره بې باوره دي چې ګنې دسولې ددې تړون لاسلیک کېدو وروسته به طالبان ځانونه بیخي بدل کړي اؤ افغانستان به دامن په ځانګو بدل شي.

په افغانستان کې دامریکا پخواني سفیر رائن کروکر واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې دافغان سولې په اړوند یو مضمون لیکلی اؤ په دغه مضمون کې وایي چې دسولې دا تړون به دامریکا له لوري دتسلیمیدو،یا د وسلې په زمکه د اېښودلو په معنا وي.

افغان څېړونکي وایي دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ به دنهم پړاؤ نه وروسته اوس د لسم پړاؤ خبرې هم کیږي چې هغې کې به داختلافي نکتو په ختمولو دجوړجاړي دلارو عملي کولو هڅه کولی شي.

دافغان چارو ځېړونکي ښاغلي میرویس افغان ویلي دا مهال دافغان سولې په څلورو اړخونو کې درې اړخونه یعنې امریکا،طالبان اؤ پاکستان په یوه لیکه ولاړ دي اؤ دې درېواړو اړخونو په ډيرو معاملو جوړجاړی کړی خو څلورم اړخ افغان دولت تر اوسه دسولې په احتمالي تړون اندېښنې لري اؤ یوازې ولاړ دی.

دامریکا غږ اردو څانګې د راپور له مخې میرویس افغان وایي افغان دولت هم اوس پخپل یوازیتوب پوهه شوی اؤ د پاتې درېوؤ اړخونو سره په یوه لیکه د ودریدلو کوټلې هڅې کوي.

هغه ویلي د طالبانو دسرچینو نه ورته معلومه شوې ده چې په کومو خبرو تر اوسه اختلافونه موجود دي هغه دادي چې طالبان دامریکایي پوځیانو له وتلو وروسته افغانستان د یو جمهوري هیواد پځائ په اسلامي امارت بدلول غواړي.

هغه وایي که طالبان افغانستان په اسلامي امارت بدل کړي نو هغوئ به یو ځل بیا په میډیا سخت قدغنونه ولګوي،ښځې به په پرده کې وساتي اؤ دفترونو اؤ اسکولونو ته به یې له تګ څخه منعې کړي.

میرویس افغان وایي طالبان په موسیقۍ،فلمونو اؤ د ټي‌ وي ډرامو په څېر د ساعت تیري په وسیلو هم بندیزونه لګول غواړي.

میرویس افغان زیاته کړه چې دبندیانو دپرېښودو په معامله هم دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ اختلاف شته ځکه چې طالبان غواړي د هغوئ خواوشا ۵۰۰۰بندیان باید له بند څخه خوشې کړل شي اؤ په دې لړ کې یې ۱۵۰۰ بندیانو یو نوم لړ زلمي خلیلزاد ته ورکړی هم دی.

دمیرویس افغان په وینا زلمي خلیلزاد طالبانو ته ویلي چې دهغوئ دبندیانو خوشې کولو صلاحیت دده په لاس کې نه بلکې دافغان دولت په لاس کې دی اؤ په دې هکله به طالبانو سره نیغ په نیغه افغان دولت سره خبرې کول وي.

په افغان چارو ژورنظر لرونکی خبریال ښاغلی رحیم الله یوسفزئ هم په دې باور دی چې داختلافونو ختمولو دپاره امریکا اؤ طالبان دلسم پړاؤ خبرې هم کوي اؤ هیله ده په دغو خبرو کې به دواړه خواوې خپلې اختلافي نکتې هوارې کړي.

ښاغلي یوسفزي امریکا غږ ته ویلي دا تړون په اصل کې د امریکا اؤ طالبانو ترمنځ دی اؤ طالبانو امریکا ته باور ورکړی چې هغوئ به هاغو سیمو کې جګړه نه کوي چې امریکایي ځواکونه ترې اوځي.

هغه وایي دسولې په دې تړون کې افغان دولت ګډون نه لري ځکه نو طالبان به افغان دولت سره د اوربند تړون نه کوي اؤ خپلو بریدونو ته به دوام ورکړي.

رحیم الله یوسفزي وویل د سولې دغوڅ تړون وروسته به په دغه تړون عمل کول یو ستونزمن کار وي خو میرویس افغان بیا وایي چې دطالبانو سرچینو ورته ویلي چې هغوئ دافغان دولت سره هم خبرو اترو ته چمتو دي اؤ په غوڅ تړون کې به دامریکا،طالبانو اؤ پاکستان ترڅنګ دافغان دولت رضا هم شامله وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG