لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:افغانستان کې اوس د دائمي امن منزل رالنډ شوی دی


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي دتیرو څو میاشتو راهسې دپرله پسې سفارتي هڅو له امله افغانستان کې اوس دامن منزل رانزدې شوی اؤ ترڅو چې دا هڅې په غوڅه توګه بریالۍ شوې نه وي پاکستان به ترهغې خپل رغنده کردار ته دوام ورکړي.

جنرال باجوه نن دجمعې په ورځ د راولپنډۍ په پوځي مرکز کې دپاکستان ددفاع د ملي ورځې په اړوند راجوړې شوې دستورې ته وینا کوله خو په خپله دغه وینا کې یې دکشمیر ترڅنګ دافغانستان یادونه هم په ځانګړي ډول وکړه اؤ وئ ویل دافغانستان امن پاکستان خپل امن ګڼي.

جنرال باجوه پخپله وینا کې وویل مونږ مدام افغانستان کې د دائمي امن دټینګښت هڅې کړي دي اؤ په راتلونکي کې به یې هم کوؤ، افغانستان کې دجوړجاړي روانې هڅې زمونږ دکوټلې همکارۍ اؤ‌ زمونږ دسوچ غمازي کوي

هغه وویل پاکستان هر وخت دافغانانو په مشرۍ دامن دهڅو ملاتړ کړی اؤ دا ګڼي چې د ټولو افغاني خواؤ ترمنځ دخبرو اترو اؤ جوړجاړي دلارې افغانستان کې سوله ټینګیدلی اؤ خوشحالي راتلی شي.

په دې وروستیو کې افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد قطر کې طالبانو سره دنهم پړاؤ خبرې سرته رسولي اؤ دواړه خواوې دغو خبرو کې دسولې دتړون په یوه مسوده متفق شوي دي.

پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې امریکا سره دطالبانو خبرو ته کښېنولو کې پاکستان هم کردار ادا کړی دی،اؤ بیا به یې هم ادا کوي.

دجنرال باجوه ددې وینا زیاته برخه دکشمیر په ستونزه څرخیده اؤ هغه وویل په کشمیریانو روان ظلمونه زمونږ دصبر دازمیښت اخستلو په معنا دي

پوځي سرلښکر زیاته کړه پاکستان به کله هم کشمیریان یوازې اؤ دحالاتو په رحم وکرم نه پریږدي اؤ دکشمیریانو دحقونو دپاره ترحده بریده تللو ته تیار دی.

تیره میاشت هند دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه ائیني حیثیت ختم کړی چې په دې دپاکستان اؤ هند اړېکې زیاتې تاوژنې شوي اؤ دپاکستان وزیراعظم څو کرته دکشمیر په ستونزه د دواړو هیوادونو ترمنځ داټومي جګړې اندېښنه هم ښودلې ده.

جنرال قمر باجوه هندوستان په مذهبي جنونیت اؤ تنګ نظرۍ تورن کړو اؤ وئ ویل دکشمیریانو په حقونو چې هند کوم برید کړی دا دپاکستان اؤ ټولې نړۍ دپاره یو چیلنج دی.

هغه وویل کشمیر دپاکستان دپشپړتیا یوه نېمګړې ایجنډا ده اؤ ترهغې به پاکستان دکشمیریانو ملاتړ ته دوام ورکوي ترڅږ چې دا ستونزه د ملګرو ملتونو دقراردادونو اؤ کشمیري اولس د خوښې په اساس نه وي هواره شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG