لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د۱۹ؤ کلنو لوبغاړو دایشیا جام سیالیو کې پاکستان دافغانستان څخه وروسته له هندي لوبډلې هم ماتې خوړلې ده


دکرکټ دنولس کلنو لوبغاړو دایشیا جام په سیالیو کې افغانستان څخه له ماتي خوړلو روسته په دویمه لوبه کې پاکستان دخپل روایتي رقیب هیواد هند څخه هم ماتې خوړلې ده.

دهند اؤ پاکستان دنولس کلنو لوبغاړو سیالي چې دخالي په ورځ کولمبو کې شوې،دهند لوبغاوو ارجن ازاد اؤ تلک ورما پکې غوره سلېزې جوړې کړي اؤ په ټاکلو ۵۰اوورونو کې دهند لوبډلې د نهو لوبغاړو په تاوان ۳۰۵منډې جوړې کړي دي.

دهند ارجن ازاد په دې سیالۍ کې ۱۲۱ اؤ تلک ورما ۱۱۰منډې جوړې کړي، دپاکستان له اړه نسیم شاه اؤ محمد عباس اپریدي دهندي لوبډلې درې،درې لوبغاړي سوځولي دي.

په دغه سیالۍ کې هندي لوبډلې وړومبۍ توپ وهنه کړې اؤ ښې منډې یې جوړې کړي دي خو کله چې دهندي لوبډلې لخوا د ورکړل شوي هدف۳۰۶ترسره کولو دپاره دپاکستان لوبډله میدان ته ووتله نو پرله پسې یې دلوبغاړو سوځېدل پیل شول اؤ‌ لوبې یې سر نه نیولو.

دپاکستاني لوبډلې کپتان روحیل نزیر اؤ خارث خان که هر څو غوره لوبه وکړه خو خپله لوبډله یې له ماتي څخه ونه ژغورل شوه.

دپاکستان ټوله لوبډله په دې سیالۍ کې په ۴۷م اوور د ۲۴۵منډو په جوړولو سوځېدلې ده.

دایشیا جام په سیالیو کې دا پرله پسې دپاکستان دویمه ماتې وه، تر دې وړاندې دافغانستان دنولس کلنو لوبغاړو ډلې پاکستان ته په وړومبۍ سیالۍ کې ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG